Language

لونګ:د وسله والو مخالفينو جنګي ماشين به ويجاړ او رهبري به يې له منځه يوسو

ګردېز(پژواک،١٠زمرى٩٧): د سوېل ختيځ زون د مرکز پکتيا حکومتي چارواکي وايي چې وسله وال مخالفين له جګړې ستړي شوي، اوربند او سولې ته يې د خبرو ميلان ډېر شوى دى.

دوی وايي چې د حکومت له پاليسي سره سم يې لومړيتوب سوله ده، خو په خبره يې که بيا هم مخالفو وسله والو ډلو د نورو په ګټه جګړې ته دوام ورکړ، نو له منځه به يوړل شي.

د ۲۰۳ تندر قول اردو نوي ټاکل شوي قوماندان تورنجنرال دادان لونګ نن د زمري په لسمه د يوې خبري غونډې په ترڅ کې وويل چې د جګړې له امله ټولنيز ثبات او پرمختګ له ګواښ سره مخ دی او له وسله والو طالبانو غواړي چې د سولې خبرو ته کېني.

لونګ وويل،د دولت لومړيتوب سوله ده او امنيتي او دفاعي ځواکونه به د دغه هدف د لاسته راوړو لپاره پوره هڅې وکړي.

نوموړی وايي چې روانه جګړه پردۍ او د پرديو د ګټو لپاره ده او د وسله والو طالبانو هغو مشرانو او قوماندانانو ته، چې د هېواد او خلکو تباهي نه غواړي، په کار ده چې د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره جدي هلې ځلې وکړي.

ده زياته کړه: ((دا جګړه پردۍ ده او د پرديو په لسمون او ملاتړ روانه ده. افغانان جګړه نه غواړي، د افغانستان خلک له جګړې ستړي دي او د طالبانو په ګډون ټول افغانان له جګړې نفرت لري.))

لونګ وويل، که وسله والو مخالفينو له دې سربېره هم د دولت او ولس د سولې غوښتنې ته منفي ځواب ووايه او جګړه ته يې دوام ورکړ، نو په پوره ځواک به وځپل شي.

هغه وايي: ((ټولو ته معلومه ده چې دښمن د پرديو په لمسون خپل وطن ړنګوي او خلک وژني، نو که د دې ټولو سره، سره دښمن زموږ وطن ړنګولو او خلکو وژلو ته دوام ورکړ، نو د دښمن جنګي ماشين به ويجاړ کړو او که مقاومت يې کاوه رهبري به يې له منځه يوسو.))

دغه راز په دې غونډه کې د پکتيا والي شميم خان کټوازي له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرو ته خوشبيني څرګنده کړه او ويې ويل چې روانه جګړه به تر راتلونکو څو مياشتو پای ته ورسېږي.

کټوازی وايي: ((دا خطرناک او اوږد جنګ مو نور ختم کړی، نور به کلونه، نه بلکې انشاالله په مياشتو کې ختميږي او ستاسو قربانۍ به نتيجه ورکوي.))

ده زياته کړه چې د اسلامي نړۍ د علماوو له فتوا وروسته ډېری جنګيالي د وسله والو طالبانو له ليکو جلا او په دې پوه شوي چې ناروا جګړه کې ښکېل دي.

کټوازي وويل: ((رهبري يې مخکې هم پوه وه، چې هغوی ناروا جګړه کوي، ولې د لاندې کسانو له احساساتو غلطه ګټه اخيستل کېده او قرباني کېدل، خو کله چې په وروستيو کې په مکه معظمه کې د اسلامي هېوادونو علماوو دا فيصله وکړه چې په افغانستان کې جګړه ناروا ده، نو اوس يې دا لاندې کسان هم پوه شوي،چې ناروا جګړه کوي.))

login or register a new account.