پل علم(پژواک،١٠زمرى٩٧): د لوګر په دوو ولسواليو کې د افغان امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه کې ١٨ طالبان او درې ملکي وګړي وژل شوي دي.
د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاپور احمدزي د زمري په لسمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه افغان امنيتي ځواکونو د ځمکې او هوا له لارې د بره کي برک ولسوالۍ په خاکه، دوشنبې، قلعه حيات، قلعه ملک او د ازرې ولسوالۍ په سپاندو کس سيمو کې عمليات کړي دي.
دى وايي چې په دغو عملياتو کې ١٨ وسله وال طالبان وژل شوي، درې ټپيان شوي او درې نور يې ژوندي نيول شوي دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، ددغو عملياتو پرمهال د طالبانو يو موټر، اووه عرادې موټر سايکلونه او يو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
ده وويل چې په دغو عملياتو کې افغان امنيتي ځواکونو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
خو د لوګر د ولايتي شورا غړي عبدالولي وکيل پژواک ته وويل چې د ازرې ولسوالۍ د عملياتو پرمهال په سلام خېلو سيمه کې پر يو کور د هاوان مرمۍ لګېدلې ده.
ده وويل، تر اوسه معلومه نه ده چې د هاوان مرمۍ له کوم لوري توغول شوې، خو له امله يې دوه ښځې او يو ماشوم وژل شوي او اته تنه نور ټپيان شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د لوګر د امنيتي چارواکو د معلوماتو له مخې، په تېره يوه اوونۍ کې په دغه ولايت کې شاوخوا ٣٠ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP