Language

د لومړي ځل لپاره په ټوله پکتيکا کې د ګوزڼ ضد واکسين تطبيق شو

ښرنه (پژواک، ١١ زمرى ٩٧): د پکتيکا د واکسين برخي مسوولين وايي چې په لومړي ځل په دغه ولایت کې د پوليو ضد واکسين تطبيق شو.

د پکتيکا د کتلوي معافيت امر عبدالحکيم  د زمري په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د پکتيکا ولايت په مرکز او ټولو ولسواليو کې یې د ګوزڼ ضد واکسین په سم ډول او بې له کومې ستونزې تطبيق کړی دی.

هغه زياته کړه چې په روان ۱۳۹۷ لمريز کال کې يې د پکتيکا ولايت په هېڅ سيمه کې د پولیو مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.

د نوموړي په وينا، د يو شمېر سيمو اوسېدونکو پخوا خپلو ماشومانو ته د پوليو واکسین نه تطبیقاوه، اوس د هغوى ذهنونه چمتو شوي او واکسين يې تطبيق کړی دی.

عبدالحکيم وايي چې په پکتيکا کې يې ټول ٢٢٣زره ماشومان واکسين کړي او ټولې هغه ساحې لکه ګومل چې پخوا په کې هېڅ ډول واکسين نه کېده، هم د واکسين ټيمونو تر پوښښ لاندې راغلي دي.

په پکتيکا کې د پوليو واکسین د کمپاين يوه بل کارکوونکي محمد نور هم پژواک ته وويل چې د خلکو مرسته او همکاري وکولى شول چې ټول ماشومان واکسين کړي.

هغه له خلکو مننه وکړه چې د دې ملي پروسې په تطبيق کې يې له دوی سره همکاري وکړه.

د ښرنې ښار يوه اوسېدونکي علي محمد پژواک ته وويل چې که د واکسين په برخه کې ښکېلې ادارې وغواړي چې په سم ډول واکسين تطبيق شي نو د ټولنې له مشرانو، ځوانانو، مدني فعالانو او رسنيو دې مرسته وغواړي.

د يادونی ده، په ۲۰۱۷ کال کې د پکتيکا په برمل او ګواشته ولسوالیو کې د پوليو اووه مثبتې پېښې ثبت شوې وې چې هماغه مهال یې په ټول هېواد کې زيات شمېر په ډاګه کاوه.

 

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.