جلال اباد- پل علم (پژواک ۱۱ زمری ۹۷): په لغمان او لوګر ولايتونو کې د افغان امنيتي ځواکونو په عملياتو کې ٢٠ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ملي اردو چارواکي وايي، په لغمان ولايت کې يې د عملياتو پر مهال د يو قوماندان په ګډون ۷ وسله وال وژلي او پنځه نور يې ټپيان کړي دي.
دوی دغه راز د يادو عملياتو پر مهال د وسله والو له موجوديته د لسګونه کليو پاکولو او د يو شمېر وسلو او مهماتو ترلاسه کولو يادونه هم کوي.
په ختيځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګرمن شېرين اقا فقيري د زمري په ۱۱مه پژواک ته وويل چې د دې قول اردو اړوند د لومړۍ پلې لوا قوماندانۍ په مشرۍ د ملي پوليسو او ملي امنيت له لوري په ګډه د لغمان په الينګار ولسوالۍ او د دې ولسوالۍ پر لاره د قهر سېلاب ۶ او قهر سېلاب ۷ عمليات پيل شوي دي.
هغه زياته کړه، د قهر سېلاب ۶ عملياتو پر مهال چې د الينګار ولسوالۍ او مرکز تر منځ د لارې په اوږدو کې روان دي، په تېرو څلرويشت ساعتونو کې ۳ وسله وال وژل شوي، ۴ ټپيان دي او ۳ تنه مشکوک ژوندي نيول شوي دي.
دی زياتوي: ((د دغو عملياتو پر مهال د پنج پدر، بل کلی، ګلالی، پهلوان کلی، لعل قلعه، فتح الله، ميدانۍ، کوز ميدانۍ، زرګران، شيخ اباد، شمتۍ، نيلاوت، نلوک، خاله خېل، شهيد بابا، بصرام او ځينې نور کلي، له وسله والو پاک شول.))
د سېلاب قول اردو وياند په ورته وخت کې الينګار ولسوالۍ کې د قهر سيلاب ۷ عملياتو پرمهال د يو قوماندان په ګډون د ۴ وسله والو د وژل کېدو او يو بل د ټپي کېدو خبر هم ورکړ.
دی وايي چې د دغو عملياتو پر مهال يې هم د برکوټ، مسکين اباد، کچوړۍ، نواباد، قلعه شاهي، علي احمد، خان اباد، ملابابا، کوخي، شګۍ قلعه، کوز چهل ګزی، حاجي قلعه، کوکر منګو او سندروا کلي او د ولسوالۍ مرکز له وسله والو پاک کړي دي.
د يو بل خبر له مخې، په لوګر ولايت کې هم د عملياتو پر مهال د يوه قوماندان په ګډون اته وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاه پور احمدزي پژواک اژانس ته وويل چې د ملي امنيت ٠١ قطعې د مرکز اړوند د بابوس ، سرسنګ او الوزيو په سيمو کې تېره شپه عمليات کړي.
هغه زياته کړه چې په دغو عملياتو کې د طالب قوماندان ملا زړګي په ګډون ٨ وسله وال طالبان وژل شوي او د ملا امرالدين په نوم يو بل قوماندان له دوو ملګرو سره نيول شوي دي.
د احمدزي په وينا، په عملياتو کې افغان ځواکونو او ملکیانو ته زيان نه دی اوښتی.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP