Language

د فراه ملکي روغتون درې ساتونکي وژل شوي

فراه (پژواک، ۱۲ زمری ۹۷): په فراه کې یو سرچینه وايي چې ناپېژاندو وسله والو د دغه ولایت پر ملکي روغتون برید کړی، درې ساتونکي یې وژلي او د هغو وسلې یې له ځان سره وړې دي.

د فراه په ملکي روغتون کې د بېړنۍ څانګې نوکریوال، ډاکتر ذکي احمدي له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وویل چې نن  شاوخوا دوه بجې یو شمېر ناپېژاندو وسله والو د روغتون د ساتونکو پر پوستې برید وکړ، درې کسان یې ووژل او وروسته په یوه فیلډر موټر کې وتښتېدل.

نوموړي زیاته کړه چې درې واړه ساتونکي یې پر ډزو وژلي دي.

هغه وویل: ((لومړی، موټر د ورودي دروازې مخکې ودرېد، یو پولیس يې پر ډزو وواژه، دوه نور وسله وال د ساتونکو خونې ته ننوتل، دوه نور پولیس یې هم ووژل، د هغوی وسلې یې هم موټر ته واچولې او حرکت یې وکړ.))

پژواک خبري اژانس هڅه وکړه څو د فراه  د امنیې قوماندانۍ د مسوولینو نظر هم واخلي، خو له پرله پسې اړیکو وروسته یې هم ځوان ور نه کړ.

دغه درې پولیس په داسې حال کې د فراه ښار په مرکز کې ووژل شول او وسله وال پر تېښته بریالي شول چې له روغتون سره نښتې درې لاره کې د ملي اردو امنیتي پوستې او ورته په لنډ واټن کې دایمي چک پاینټونه شتون لري.

د یادونې ده، په دې وروستیو کې په فراه ښار کې د وژنو پېښې خپل وروستي حد ته رسېدلې او امنیتي ارګانونه نه دي توانېدلي مخنیوی یې وکړي.

د تایید شوو راپورونو پر اساس، په وروستۍ یوه میاشت کې ۱۸ کسان چې ټول یې پولیس او نظامي کار کوونکي وو، وژل شوي چې په یوه تازه پېښه کې تېره ورځ یو پولیس د هوايي ډګر په څلورلاره کې او یو بل د فراه امنیې قوماندانۍ په پنځه سوه مترۍ کې د ناپېژاندو وسله والو له خوا ووژل شول.

 

login or register a new account.