ګرديز(پژواک،١٣زمرى٩٧): د ګردېز ښار د اهل تشيع د خواجه حسن کلي په امام زمان جامع جومات کې پرون ددوه ځانمرګو بريدونو پر مهال د وژل شوو ۳۴ کسانو د جنازو مراسم تر سره او مړي يې خاورو ته وسپارل شول.
د رسمي ارقامو له مخې په دغو بريدونو کې ۳۴ کسان وژل شوي او ۹۴ نور ټپيان دي، خو د ياد کلي مشران وايي چې په دې برید کې له ۱۱۰ زيات کسان ټپيان شوي دي.
د دې کلي يو اوسېدونکی عبدالله نيوکه کوي چې له پېښې وروسته سيمې ته امنيتي ځواکونه او د ټپيانو د لېږد لپاره امبولانسونه په ځنډ ور ورسېدل.
ده وويل: (( موږ له دولت نه شکايت لرو، له پېښې يو ساعت وروسته هم نه امبولانس و او نه يې امنيتي کسان وو، ټول ټپيان مو په شخصي موټرو کې انتقال کړل.))
د خواجه حسن کلي يو بل اوسېدونکی سيدحيدر دا بريد د هېواد د دښمنانو کار بولي چې په خبره يې د مذهب او قوم په نومونو د افغانانو تر منځ د بې اتفاقۍ او شخړو رامنځته کولو هڅه کوي.
حيدر وويل چې په بريد کې مشران، ځوانان او ماشومان وژل شوي او ټپيان دي او د قرآنکريم ډېرې نسخې هم سوځېدلې دي.
دی وايي: ((د انتحاريانو چادرۍ پر سر وې، موږ فکر وکړ چې ښځې دي، همدې وخت کې خلکو لمونځ خلاص کړی و، دوی زموږ دوه نفره پهره داران ووېشتل او بيا جومات ته داخل شول، يو نفر مو يې ووېشت، بل يې ځان ته انفجار ورکړ، زموږ مړي او زخميان ډېر زيات و.))
دغه راز د دې سيمې يوبل اوسېدونکى سيدجعفر د بريد عاملين د اسلام دښمنان بولي او له دولت څخه غواړي چې د مقدسو ځايونو امنيت ته پام وکړي.
جعفر وويل:((له دولت څخه غواړو چې د مقدسو اماکنو امنيت ټينګ کړي.))
همدارنګه ديني عالم حسن علي پر عامو خلکو، جوماتونو او عبادت کوونکو بريد حرام او له اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې عمل بولي او له ديني عالمانو غواړي چې د دې کار د عاملينو پر وړاندې غږ پورته کړي.
دی وايي: (( الله تعالی فرمايي چې ټول مسلمانان سره وروڼه دي، هر انسان چې په ټولنه کې د مسلمان په نوم ژوند کوي، بايد کوښښ وکړي چې بل کس ازار او اذيت نه کړي.))
د خواجه حسن کلي مشر سيد شيرين ګردېزي هم پر دولتي ادارو نيوکه کوي چې د پېښې پرمهال يې پر وخت اقدامات نه دي کړي.
login or register a new account.