ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان کې د ناټو د روزنې ماموريت: پروان کې مو درې سرتيري وژل شوي

افغانستان کې د ناټو د روزنې ماموريت: پروان کې مو درې سرتيري وژل شوي

author avatar
5 Aug 2018 - 15:01
افغانستان کې د ناټو د روزنې ماموريت: پروان کې مو درې سرتيري وژل شوي
author avatar
5 Aug 2018 - 15:01

چاريکار (پژواک، ١٤ زمرى ٩٧): ځايي سرچينې وايي، پروان کې يو بريد تر لسو ډېرو بهرنيو ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې، خو بهرني ځواکونه وايي، چې په دې بريد کې يې درې سرتېري وژل شوي دي.

د پروان د والي ويانده وحيده شهکار وايي چې امريکايي پوځيان نن سهار شاوخوا شپږ بجې د پروان د مرکز اړوند د خلازي سيمې په جاني خېلو کلي کې پلې ګزمه کوله چې ځانمرګى بريد پرې وشو.

هغه وايي چې د دغه بريد د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.

د سيمې یو اوسېدونکى او عيني شاهد محمد فهيم وايي، امريکايي ځواکونه د انګورو باغ په يوه کوڅه کې پلي روان وو چې ځانمرګى بريد پرې وشو.

هغه د جزئياتو له ورکولو پرته وايي چې ده ١٢ بهرني پوځيان وليدل چې په دغه بريد کې وژل شوي او ټپيان وو.

د ده په وينا چې یادو ځواکونو مړي او ټپيان په چورلکو کې ولېږدول.

په افغانستان کې د ناټو د روزنې ماموريت وايي، چې په دې ځانمرګي بريد کې د هغوى درې سرتېري   وژل شوي دي. سرچيني د وژل شويو کسانوهويت په ډاګه نه کړ.  

د دغه برید مسوولیت وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستی دی.

طالبانو ويلي چې دوى په تاکتيکي ډول پر امريکايي ځواکونو چاودنه کړې چې له امله يې ١٥ امريکايي پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.