کندوز (پژواک، ١٤ زمرى ٩٧): د پوليسو د ٨٠٨ سپين زر زون قوماندان وايي چې د امنيت د ټينګښت تر څنګ يې د فساد او نا مسوولو وسله والو پر وړاندې جدي مبارزه له کاري لومړيتوبونو څخه ده.
دغه څرګندونې د پوليسو د ٨٠٨ سپين زر زون نوي قوماندان مل پاسوال عبدالرشيد بشير د زمري په ١٤مه د کندوز په مرکز کې د خپلې معرفۍ په تړاو جوړې شوې غونډې ته وکړې.
هغه وويل چې د اداري فساد او نا مسوولو وسله والو پر وړاندې به جدي مبارزه وکړي او دغه ډول کسان به د قانون منګولو ته وسپاري.
ده زياته کړه: ((زه دلته د استراحت لپاره نه يم راغلى، کار لپاره راغلى يم، د ځواکونو تر منځ به همغږي رامنځته کړم، څو په دې سيمه کې امنيت ټينګښت ومومي.))
دغه راز په دې غونډه کې د کندوز ولايتي شورا رييس يوسف ايوبي وويل چې په دې سيمه کې پوليس د وسلو، مهماتو او نورو تجهيزاتو په برخو کې ستونزې لري چې بايد حل شي.
د غونډې په پاى کې د کندوز مرستيال والي حشمت الله رحيمي وويل چې په دې سيمه کې غير مسوول وسله وال د امنیت لپاره تر طالبانو ډېر خطرناک دي.
ده وويل: ((زه د زون له نوي قوماندان څخه غواړم چې د دې غير مسوولو وسله والو پر وړاندې جدي مبارزه وکړي.))
د يادونې ده، په ٨٠٨ سپين زر زون کې کندوز، بغلان، بدخشان او تخار ولايتونه شامل دي.
کندوز (پژواک، ١٤ زمرى ٩٧): د پوليسو د ٨٠٨ سپين زر زون قوماندان وايي چې د امنيت د ټينګښت تر څنګ يې د فساد او نا مسوولو وسله والو پر وړاندې جدي مبارزه له کاري لومړيتوبونو څخه ده.
دغه څرګندونې د پوليسو د ٨٠٨ سپين زر زون نوي قوماندان مل پاسوال عبدالرشيد بشير د زمري په ١٤مه د کندوز په مرکز کې د خپلې معرفۍ په تړاو جوړې شوې غونډې ته وکړې.
هغه وويل چې د اداري فساد او نا مسوولو وسله والو پر وړاندې به جدي مبارزه وکړي او دغه ډول کسان به د قانون منګولو ته وسپاري.
ده زياته کړه: ((زه دلته د استراحت لپاره نه يم راغلى، کار لپاره راغلى يم، د ځواکونو تر منځ به همغږي رامنځته کړم، څو په دې سيمه کې امنيت ټينګښت ومومي.))
login or register a new account.