Language

د بلخ مدني فعالانو پکتيا کې پر جومات بريد وغانده

مزارشريف (پژواک، ۱۴زمری ۹۷): د بلخ  يو شمېر ځوانانو او مدني فعالانو په پکتيا ولايت کې پر يوه جومات د تېرې جمعې ورځې بريد وغانده او له امنيتي ځواکونو د ملاتړ په موخه يې هغوی ته ګلان ورکړل.

دوی وايي چې پر جوماتونو او سپېڅلو ځايونو بريدونه له دين سره ښکاره دښمني ده او له حکومته غواړي چې د خلکو د سر او مال خونديتوب لپاره جدي ګامونه واخلي.

يو شمېر ځوانانو او مدني فعالانو د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د زمري په ۱۴مه د پکتيا ولايت پر يوه جومات د تېرې جمعې ورځې بريد وغانده.

مدني فعال محمد هاشم مقتدر پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه ډول بريدونه د افغانانو تر منځ د نفاق اچولو په موخه ترسره کېږي.

نوموړی زياتوي چې ترهګر پر سپېڅلو ځايونو د بريدونو پر ترسره کولو ښيي چې د اسلام له مقدس دين سره دښمني لري.

هغه زياته کړه چې خلک بايد نور هم سره يو موټی او منسجم شي، څو د افغانستان د دښمنانو د شومو پلانونو مخه ونيول شي.

مقتدر همداراز وويل چې حکومت هم ځيني نيمګړتياوې لري او بايد چې د اصلاح لپاره يې کار وشي.

نوموړي له حکومته وغوښتل چې د خلکو د مال او ځان خونديتوب لپاره جدي ګامونه واخلي.

په بلخ کې د شيعه علماوو شورا غړي اسحاق بهروز نژاد پژواک ته وويل چې په افغانستان کې روان جنګ د ګاونډيو او سيمې استخباراتو راون کړی دی.

هغه زياته کړه: ((هر هغه عمل چې له امله يې بېګناه انسانان ووژل شي، سپېڅلو او ټولګټو ځايونو ته يې زيان ورسېږي، د اسلام مقدس دين د اساساتو او اصولو خلاف عمل دی او حرام دی.))

نوموړي وويل چې جوماتونه په اسلام کې تر ټولو مصوون ځايونه دي او په هېڅ صورت بايد د ناوړه جنګي اهدافو لپاره ونه کارول شي.

نوموړي په افغانستان او سعودي کې د علماوو وروستيو غونډو ته په اشارې وويل چې اوس هېڅوک په دې کې شک نه لري چې په هېواد کې روانه جګړه ناروا ده او قربانيان يې عادي افغانان دي.

login or register a new account.