لښکرګاه (پژواک، ۱۴ زمری ۹۷): د هلمند چارواکي وايي، په ګرمسېر ولسوالۍ کې چاودنې د يوې کورنۍ څلور غړي وژلي او لس نور يې ټپيان کړي دي.
د ګرمسېر ولسوال سراج الدين سرحدي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن تر غرمې وروسته د حاجي شراف الدين کلي کې په يوه کور کې شوې چې د دولت له کنټروله وتلې سیمه ده.
ده زياته کړه، په دې اړه پلټنې روانې دي، خو د سیمې د خلکو له قوله وايي چې د دغې کورنۍ يوه غړي زړې وسپنې پېرودلې وې، چې په ترڅ کې يې يوه ناچاودېدلې د توپ مرمۍ هم راوړې وه، هغې چاودنه کړې چې له امله يې څلور نارينه ځای پر ځای وژل شوي او ۱۰ تنه نور چې ښځې او ماشومان دي، ټپيان شوي دي.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک هم پېښه تاييدوي او وايي چې هلته له چادونې خبر شوي، خو په جزئياتو يې لا پوره نه دي خبر.
خو يوه حکومتي سرچينه د نوم نه اخيستو په شرط وايي، پېښه په ياد کور کې د ماين جوړېدو پرمهال شوې، چې جوړېدونکي کسان يې وژل شوي او د کورنۍ پاتې کسان يې ټپيان شوي دي.
په لښکرګاه کې د ايمرجنسي روغتون روغتيايي کارکوونکي وايي چې دوی ته له دې پېښې اته کسان راوړل شوي، چې ښځې او ماشومان په کې شامل دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP