پل علم ( پژواک، ۱۶زمری ۹۷): د لوګر امنيه قومانداني، د دغه ولايت په محمداغې او خروار ولسواليو کې د ١٢ وسله والو مخالفينو د وژلو، خو طالبان بيا په محمداغه کې د دولتي او بهرنيو ځواکونو د مرګ ژوبلې، ادعا کوي.
د لوګر د امنيه قوماندانۍ وياند شاپور احمدزى وايي، دولتي ځواکونو د دغه ولايت د محمداغې ولسوالۍ په زرغونښار سيمه کې له تېرې ورځې راهيسې د عملياتو پر مهال لس د دولت وسله وال مخالفين وژلي او د هغوى د يو قوماندان خالد په ګډون څلور نور يې ژوندي نيولي دي.
دغه راز سرچينه زياتوي چې د لوګر د خروار ولسوالۍ په شېخانو کلي کې د دولتي ځواکونو په ځمکنيو او هوايي بريدونو کې د دولت د وسله والو مخالفينو د شل کسيزې ډلې قوماندان محب الله له خپل يو ساتونکي سره وژل شوى دى.
هغه وايي چې دولتي ځواکونو په خروار کې له وسله والو مخالفينو سره د اړيکو لرلو په شک اته تنه نيولي دي.
ده وويل چې په دغو عملياتو کې د وسله والو مخالفينو يو موټر، اته موټرسايکلونه او يوه اندازې وسلې هم له منځه وړل شوي دي.
وسله والو طالبانو د خروار د عملياتو په اړه څه نه دي ويلي، خو وايي چې تېره ورځ يې په زرغونښار کې د امريکايي ځواکونو يو ټانک الوځولى او په نښته کې يې دولتي او بهرنيو ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
هغوى د دغې مرګ ژوبلې کره شمېر نه دى څرګند کړى.
دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو تېره شپه د لوګر پر ازرې ولسوالۍ له څو لورويو بريدونه پيل کړي دي.
د خبرونو له مخې، په ازره کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه کې ٣٥ دولتي سرتيري او ملکي خلک وژل شوي اوامريکايي ځواکونو په دې ولسوالۍ کې د پوليسو دوه پوستې بمبار کړي چې له امله يې ١٥ پوليس وژل شوي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP