Language

پکتيکا کې پوليسو او وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

ښرنه (پژواک، ١٦ زمرى ٩٧) : چارواکي وايي چې د پکتيکاولايت د وازې خوا ولسوالۍ په نښتو کې پوليسو او وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پکتيکا دامنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالرووف مسعود د زمري په ١٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل،تېره شپه هلته نښته شوې چې په پايله کې يې دوه پوليس وژل شوي او لسو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

خو د وازې خوا ولسوالۍ پخواني ولسوال او اوسني قومي مشر ملک ظاهر د زمري په ١٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د وازې خوا ولسوالۍ د مهمان کلا د سرحدي ځواکونو پر پوستې وسله والو طالبانو ډله ييز بريد کړی دى.

هغه زياته کړه، په دغو نښتو کې ۷ سرحدي پوليس وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي چې ټپي   سرتېري اوس هم دلارو د بندښت له امله په ياده ولسوالۍ کې بند پاتې دي.

د وازې خوا ولسوالۍ يوه بل اوسېدونکي عبدالغني پکتين پژواک ته وويل چې په وژل شويو کسانو کې دپنځم سرحدي کنډک د ټولي قوماندان غفار هم شامل دی.

ده زياته کړه، ټپيان په سخت حالت کې دي او د سيمي اوسېدونکي غوښتنه لري چې ژر تر ژره دې ټپي سرتېري روغتيايې مرکزونو ته انتقال شي.

د ولايتي شورا غړي حاجي عبدالجليل خروټي هم پژواک ته وويل چې که د يادو ولسواليو امنيت ته پا ملرنه ونه شي د سقوط له ګواښ سره به مخ شي.

هغه وايي چې ددغه ولايت امنيتي رهبري کمزورې ده او نه شي کولی ددې ولايت د امنيت په خوندي کولو کې رغنده رول ولوبوي.

امنيتي ځواکونو ويلي چې په سروبي ولسوالۍ کې هم دافغان ځواکونو د عملياتو په پايله کې پنځلس وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې او اته تنه يې د وسله والوطالبانو له بند څخه ژغورلي دي.

وسله والو طالبانو ويلي چې د وازېخوا په جګړه کې اته پوليس وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.