مزارشريف (پژواک، ۱۸ زمری ۹۷) د بلخ ولايتي شورا رييس د حشمت خليل کرزي په يادغونډه کې وويل، هغوی چې د افغانانو تر منځ درز رامنځته کوي، هدف ته نه شي رسېدای.
د حشمت خليل کرزي يادغونډه او د قران کريم ختم د زمري په ١٨مه د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې ترسره شول.
هغه څلور کاله مخکې په کندهار کې په يوه ځانمرګي بريد کې ووژل شو.
د خلیل کرزي يادغونډه چې د زمري په ۱۸مه د بلخ په مرکز مزارشريف کې جوړه شوې وه، ګډونوالو يې د افغانانو تر منځ پر يووالي ټينګار وکړ.
يادې غونډې ته د بلخ ولايتي شورا رييس په خپلو خبرو کې وويل چې دغه وطن د حشمت خليل کرزي په څېر د سلګونو نورو شهيدانو په قربانيو ساتل شوی او بايد چې له دې وروسته يې هم ساتنه وشي.
حديد وايي هغه چې د افغانانو تر منځ د بې باورۍ او لرې والي رامنځته کېدو هڅه کوي، بايد پوه شي چې خپل دغه شوم هدف ته به ونه رسېږي.
هغه زياته کړه: ((موږ بايد د خپلو پلرونو او نيکونو په څېر د خپل وطن له هرې لوېشت او هر ارزښت څخه ساتنه وکړو.
نوموړی زياتوي چې په وطن کې روان جنګ د بهرنيو هېوادونو او يو شمېر اشخاصو د شخصي ګټو په خاطر روان دی او له افغانانو يې غوښتنه وکړه چې د دې جګړې د پای ته رسېدو لپاره لاس په کار شي.
د بلخ ولايتي شورا د رييس په خبره، هر څوک چې دا ملت د قوم او ژبې په نوم وېشي، هغوی افغانان نه دي او شخصي غرضونه لري.
د حشمت خليل کرزي د تلين په وياړ د جوړې شوې غونډې يوه سمبالوونکې فرشته کوهستاني وايي چې موخه يې دا ده، څو وښيي چې افغانان خپلو کې يو موټی دي.
هغې پژواک ته وويل څو چې د افغانستان خلک خپلې ستونزې په خپله حل نه کړي، بل څوک يې نه شي ورته حل کولای.
نوموړې زياته کړه، ځيني خلک داسې وي چې يواځې پر خپل قوم او سيمې پورې نه وي محدود او خير يې ټولو افغانانو ته رسېږي.
login or register a new account.