Language

د پکتیا په احمدخېلو کې ۲۸ طالبان او درې پولیس وژل شوي

ګردېز (پژواک، ١٨ زمرى ٩٧): د پکتيا امنيتي چارواکي وايي چې په احمدخېلو ولسوالۍ کې د طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ جګړه کې ٢٨ طالبان وژل شوي او ١٦ نور ټپيان دي.

د پکتيا د امنيې قوماندانۍ وياند سردارولي تبسم د زمري په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د احمدخېلو ولسوالۍ په سکندرخېلو سيمه کې پر امنيتي پوستو بريدونه کړي دي.

د نوموړي په وينا، د طالبانو  بريدونه پر شا تمبول شوي چې په ترڅ کې يې ٢٨ وسله وال طالبان وژل شوي او ١٦ نور ټپيان دي.

د نوموړي په خبره، په دې شاوخوا پنځه ساعته جګړه کې درې پوليس هم وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.

دغه راز د احمدخېلو ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالله شفيقي پژواک ته وويل چې د جګړې له امله د احمدخېلو ــ ځاځي اريوب ولسوالیو لويه لار هم تړل شوې ده.

شفيقي دا هم وويل چې په حسن خېلو کلي کې پر يو سراچه موټر د سړک غاړې د ماين چاودنه کې يو سړى او يوه ښځه وژل شوي دي.

په دې اړه د امنيې قوماندانۍ وياند وويل چې د احمدخېلو ــ ځاځي اريوب ولسواليو لويه لار د وسله والو طالبانو له خوا د ماينونو د ځاى پر ځاى کولو له امله تړل شوې ده.

ده زياته کړه: ((زموږ د انجنيرۍ ډله په لار ده چې د ماينونو په پاکولو سره به لار خلاصه شي.))

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.