Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لوګر کې د راکټي بريد له امله درې ملکي وګړي وژل شوي

پل علم (پژواک، ١٧ زمرى ٩٧) : چارواکي وايي چې د لوګر ولايت په محمداغې ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفينو د راکټي بريد له امله درې ملکي وګړي وژل شوي دي.

د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند شاهپور احمدزي د زمري په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن مازديګر د کابل- لوګر پر لويه لاره د محمداغې ولسوالۍ د کندهاريو پله ته څېرمه رامنځته شوې وه.

هغه زياته کړه چې وسله والو مخالفينو د پوليسو پر يو رينجر د راکټ بريد وکړ، خو رينجر ترې خطا او پر ملکي موټر لګېدلى دى.

احمدزى وايي چې په دغه بريد کې د يوې کورنۍ درې غړي وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي.

د نوموړي په وينا، ټپيان د ملي پوليسو له لوري روغتون ته لېږډول شوي دي.

وسله والو مخالفينو تر اوسه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.