پلخمري (پژواک، ٢٠ زمرى ٩٧): د بغلان د ډنډ غوري په سيمه کې پر يو کور د هاوان مرمۍ لګېدو له امله يوه نجلۍ وژل شوې او شپږ تنه نور ټپيان شوي دي.
د بغلان د مرکز پلخمري د ډنډغوري سيمې اړوند د غروشاخ اوسېدونکو د زمري په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې افغان ځواکونو تېره شپه د هاوان مرمۍ توغولې چې د دين محمد په نوم د یوه کس پر کور لګېدلې ده.
دین محمد چې په خپله هم ټپي شوی، پژواک ته وویل، پر کور يې د هاوان مرمۍ لګېدلې چې له امله يې يوه اته کلنه لور و وژل شوه او د کورنۍ شپږ نور غړي يې ټپيان شوي دي.
دی زیاتوي: ((د شپې په خواږه خوب ویده وو چې ناڅاپي په انګړ کې د چاودنې غږ شو او ټوله کورنۍ یې پر وینو ولړله.))
د بغلان د ولایتي روغتون سرطبیب، ډاکتر محمد انور وردګ پژواک ته وویل چې له دې پېښې ورته يو جسد او اته ټپيان ور وړل شوي.
ده وويل چې په ټپيانو کې د دوو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دى.
د بغلان امنيتي چارواکي تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.