ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلکو د اعتراض په ډول د کابل- کاپیسا لویه لار تړلې ده

خلکو د اعتراض په ډول د کابل- کاپیسا لویه لار تړلې ده

author avatar
11 Aug 2018 - 09:35
خلکو د اعتراض په ډول د کابل- کاپیسا لویه لار تړلې ده
author avatar
11 Aug 2018 - 09:35

محمودراقي (پژواک، ٢٠ زمرى ٩٧): د کاپيسا د مرکز يو شمېر اوسېدونکو د دغه ولايت ولايتي شورا د يو غړي د ساتونکو له لوري د ځينو کسانو ټپي کولو په غبرګون کې د کابل- کاپيسا لويه لار د ترافيکو پر مخ تړلې ده.

له يادې پېښې وروسته يو شمېر اعتراض کوونکو نن سهار د پل صياد په سيمه کې د کابل- کاپيسا لويه لار د ترافيکو پر مخ تړلې ده.

د اعتراض کوونکو له ډلې خوشحال پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون ماښام د مرکز اړوند په هروکي سيمه کې د ولايتي شورا د غړي محفوظ ساپي ساتونکو پر خلکو ډزې کړې دي.

هغه وايي چې په دې پېښه کې د جمعيت د پخواني قوماندان شاهين د ورور په ګډون شپږ کسان په کې ټپيان شوي دي.

ده وويل: ((د دې پېښې په غبرګون کې موږ د پل صياد د پله پر سر لاره تړلې ده او دا لاره به تر هغه تړلي وي څو د پېښې عاملين ونيول شي.))

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د محفوظ ساپي نظر هم واخلو خو اړيکه ورسره ټينګه نه شوه.

خو بل لور ته د کاپېسا د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر محمدحکيم عظيم پژواک ته وويل چې تېره ورځ ناوخته د هروکي په سيمه کې د ولايتي شورا د غړي محفوظ ساپي د ساتونکو او ځينو نورو کسانو تر منځ نښته شوې ده.

هغه وايي چې په دې پېښه کې دوه تنه ټپيان شوي او پوليسو د پېښې عاملين نيولي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.