ښرنه(پژواک،٢١زمرى٩٧): د پکتيکا امنيتي چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه کې ٣٥ طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.
دغه څرګندونې د پکتيکا د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر عبدالرووف مسعود د زمري په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وکړې.
ده وويل چې نن سهار وسله والو طالبانو د مرکز اړوند د ګارو په سيمه کې پر امنيتي پوستې ډله ييز بريد وکړ.
هغه وايي چې په دې جګړه کې ٢١ طالبان و وژل شول او دوه پوليس ټپيان شول.
دغه راز ده وويل چې د اورګون ولسوالۍ د پيرګوټي په سيمه کې شپږ طالبان د خپل ماين په چاودنه کې وژل شوي دي.
نوموړي دا هم وويل چې په وازېخوا ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه کې شپږ طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.
خو بل لورته يوې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل چې طالبانو يو ځل بيا د ګيان ا اومنۍ ولسوالۍ په بشپړ ډول تر خپل کنټرول لاندې راوستې دي.
همدرانګه د ګيان ولسوالۍ د يوې پوستې قوماندان زرين خان هم پژواک ته وويل چې د دې ولسوالۍ ټولې پوستې د اورګون ولسوالۍ اړوند د شيخانو سيمې ته انتقال کړاى شوې دي.
بل لورته د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هم پژواک ته وويل چې د اومنۍ او ګيان ولسواليو اړوندې ټولې پوستې طالبانو نيولې دي.
د يادونې ده چې څه موده وړاندې هم وسله والو طالبانو د ګيان او اومنۍ ولسوالۍ نيولې وې چې څو ورځې وروسته بيا بېرته امنيتي ځواکونو په خپل کنټرول کې راوستې.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP