کندوز(پژواک،٢٢زمرى٩٧): د کندوز د چهاردرې اوسېدونکي وايي چې په دغې ولسوالۍ کې د امريکايي ځواکونو په هوايي بمبار کې د وژل شويو ملکي وګړو موضوع بايد جدي وڅېړل شي.
دوى دغه څرګندونې وروسته تر هغه وکړې چې درې ورځې مخکې امريکايي ځواکونو د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې د چهار درې په ولسوالۍ کې د هوايي بمبار په ترڅ کې ملکي وګړي نه دي وژل شوي.
د چنګاښ د مياشتې په ٢٨مه کندوز کې د امريکايي ځواکونو د هوايي بريد له امله ١٤ کسان و وژل شول او يو بل ټپي شو.
د امريکايي ځواکونو په خبرپاڼه کې راغلي چې د چهادرې هوايي بريد، د افغان ځواکونو د ملاتړ په موخه ترسره شوى و چې په ترڅ کې يې ملکي وګړي نه دي وژل شوي.
سرچينه زياتوي، وروسته تر هغه چې په چهادره کې د ملکي وګړو د وژل کېدو ادعا وشوه، امريکايي ځواکونو له افغان ځواکونو سره يوځاى په دې اړه څېړنې پيل کړې.
د خبرپاڼې په حواله، د څېړنو په ترڅ کې معلومه شوه چې په دغه بريد کې ملکي وګړي نه دي وژل شوي.
سرچينه زياتوي: (( امريکايي ځواکونه د ملکي تلفاتو موضوع جدي نيسي، که چېرې د چهاردرې په اړه نور موثق او کره اسناد هم ترلاسه شي، هغه به هم و ارزول شي.))
د يادو څرګندونو په غبرګون کې د کندوز د چهادرې اوسېدونکو نن (زمري ٢٢مه) اعتراضيه غونډه جوړه کړې وه.
د دې کسانو له ډلې څخه عبدالستار غفور وويل چې په چهادره کې د امريکايي ځواکونو په بريد کې ملکي وګړي وژل شوي او دغه موضوع بايد افغان حکومت يو ځل بيا وڅېړي.
هغه وايي: (( په دې اړه د امريکايانو وروستۍ څرګندونې دروغ دي، حقيقت نه لري، په دې ډول څرګندونو غواړي خپل جنايات پټ کړي.))
دغه راز بل اعتراض کوونکي احمدشاه وويل: (( په کندوز کې بايد د بې ګناه کسانو د وژلو مخه ونيول شي، که نه موږ مجبور يو چې د دې خلکو پر وړاندې وسله پورته کړو.))
يو شمېر نورو اعتراض کوونکو هم ورته څرګندونې وکړې.
login or register a new account.