تالقان(پژواک،٢٢زمرى٩٧): د تخار په دشت کلا ولسوالۍ کې پر يو کور د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله پنځه تنه وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.
د تخار د والي وياند محمد جواد هجري د زمري په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې مخکې د دشت کلا ولسوالۍ د عرب کاکل په سيمه کې پر يو کور د هاوان مرمۍ لګېدلې ده.
هغه وايي چې په دغه پېښه کې د يوې کورنۍ پنځه غړي وژل شوي او پنځه نور يې ټپيان دي.
ده زياته کړه چې په وژل شويو او ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
هجري وايي چې د هاوان دغه مرمۍ د وسله والو طالبانو له لوري توغول شوې چې د استوګنې پر يو کور لګېدلې ده.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.