ښرنه (پژواک، ٢٢ زمرى ٩٧): د پکتيکا يو شمېر اوسېدونکي وايي چې په غزني کې د پرله پسې جګړو له امله په بېلابېلو برخو کې له ستونزو سره مخ دي.
له تېرو څلورو ورځو راهيسې وسله والو طالبانو پر غزني ښار ډله ييز بريدونه پيل کړي چې له امله يې لويې لارې تړل شوې او مخابراتي شبکې هم کار نه کوي.
شېراغا چې د غزني اصلي اوسېدونکی دى او دا مهال د پکتيکا د ملي پوليسو په ليکو کې دنده ترسره کوي، د زمري په ٢٢مه یې پژواک خبري اژانس ته وويل چې اووه مياشتې يې په دنده کې تېرې کړې او اوس یې رخصتي اخيستې او غوښتل يې چې کور ته ولاړ شي خو لار بنده ده او نه شي تللى.
هغه وايي: ((اووه مياشتي وروسته راته د رخصتۍ چانس برابر شو، خو اوس غزني کې جنګ دى لاره بنده ده، حيران يم چې اختر چېرته تېر کړم.))
دغه راز د ښرنې ښار يوه هټۍ وال نورمحمد پژواک ته وويل چې د دغه ولايت ډېرى هټۍ والو خوراکي او نور توکي له غزني ولايت څخه واردول خو د تېرو څو ورځو جګړو له امله دغه هر څه په ټپه ولاړ دي.
ده اندېښنه وښوده او زياته يې کړه: ((که چېرې دغه جګړې دوام پيدا کړي، نو په پکتيکا کې به د خوراکي او نورو توکو بيې هم څو برابره لوړې شي.))
همدارنګه د حامد په نوم يو مسافر پژواک ته وويل چې د يو څه کار لپاره پکتيکا راغلى و خو اوس نه شي کولاى بېرته کابل ته ولاړ شي.
هغه وايي: ((د غزني له لارې پکتيکا ته راغلى وم؛ ځکه نورې لارې بندې دي نو اوس دا لاره هم بنده شوه، حيران يم څنګه کور ته ولاړ شم وکړم.))
دغه راز مرکز ښرنه کې يوې امنيتي سرچينې هم پژواک ته وويل چې ډېرى سرتېري د لارې د خلاصېدو په تمه دي څو اختر په خپلو کورونو کې تېر کړي.
ده وويل چې دا مهال د نا امنيو له امله د پکتيکا ټولې لويې لارې د ترافيکو پر مخ تړل شوې دي.
د دغه ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې.
په دې اړه د پکتيکا د والي وياند محمد الرحمن اياز پژواک ته وويل چې يو شمېر مسافر او سرتېري به د هوا له لارې او يو شمېر نور به د يو منظم پلان له مخې د ځمکې له لارې انتقال کړاى شي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP