Language

له لېسته د ایستل شوي نوماند پلویانو د مزارشریف- سمنګان لاره تړلې

مزار شريف ( پژواک، ۲۳زمری، ۹۷) : په ولسي جرګې د بلخ استازى او د ټاکنو له وروستي لېست څخه د ويستل شوي نوماند اسدالله شريفي او پلويانو يې بلخ کې د مزار – سمنګان لويه لار د ترافيکو پر مخ وتړله.

نوموړی د هغو احتمالي نوماندانو په ډله کې وو چې ټاکنو کمېسيون له وروستي ليست څخه حذف کړی دی.

شريفي د زمري په ۲۳مه د بلخ ولايت د خلم ولسوالۍ په تاشقرغان ښارګوټي کې خپل لسګونه پلويان د اعتراض په ډول راټول کړي وو.

هغه وويل، چې دی د ارګ او جرائيه رياست د يوې معاملې له مخې له وروستي لېست څخه ويستل شوی دی.

ده په اجرائيه ريس ډاکټر عبدالله عبدالله تور پورې کړ چې د نوماندانو له وروستي لېست څخه د نوموړي د  حذفولو چاره د هغه په فرمايش ترسره شوې.

شريفي زياته کړه چې دی په هېڅ ډول  ناقانونه کړنو کې لاس نلري.

نوموړي ګواښ وکړ چې د غوښتنو تر منل کېدو پورې به د مزار – سمنګان لاره تړلې وساتي.

اسدالله شريفي په اوسني پارلمان کې هم د بلخ د خلکو استازی دی  او نوموړی له دې وړاندې هم د نامسئوله وسله والو په درلودو او د غير قانوني کړنو په ترسره کېدو تورن وو؛ هغه څه چې دی يې ردوي.

د يادونې ده چې په يو شمېر نورو ولايتونو او کابل کې هم يو شمېر تيستل شوي نوماندانو پر اعتراضونو لاس پورې کړى دى.

login or register a new account.