Language

امنيتي ځواکونو په ګردېز کې موټر بم نيولی

ګردېز (پژواک، ٢٤ زمرى ٩٧): د پکتيا پوليس وايي، په ګردېز کې يې يو لوی موټر بم نيولی چې سلګونه کيلوګرامه چاودېدونکي توکي په کې و.

د پکتياامنيه قوماندان مل پاسوال رازمحمد مندوزی وايي چې دا موټر د کشفي راپورونو په اساس د ګردېز ښار اړوند په بنوزيو سيمه کې نيول شوی دی.

مندوزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې په نيول شوي سوپر موټر کې سلګونه کيلو ګرامه چاودېدونکي توکي ځای پر ځای شوي، چې د ملي پوځ د ماين پاکۍ ټیم شنډ کړل.

د هغه په وينا، وسله والو طالبانو غوښتل دې موټر ته د لوی اختر په ورځو کې د ګڼې، ګوڼې په ځای کې چاودنه ورکړي.

دى زياتوي: ((زموږ کشفي ارګانونو وکولی شول يو سوپر موټر چې سلګونه کيلو ګرامه انفجاريه مواد په کې ځای پر ځای شوي و، د بنوزيو په ساحه کې ونيسي او د ګردېز خلک مو له دې غټ ناورين نه بچ کړل.))

د پکتيا د امنيه قوماندانۍ د ترهګرۍ پر ضد مدير سمونيار احمد وحيد هوتک وايي چې ياد مواد د ډيورنډ فرضي کرښې د هغې غاړې له ميرانشاه څخه راوړل شوي دي.

د ده په خبره، په موټر کې چاودېدونکي توکي تر دې زيات و، خو نور يې په کومه سيمه کې ښکته شوي او دوی هڅه کوي چې هغه چاودېدونکي توکي هم پيدا کړي.

نوموړی وايي: ((دې موټر له ميرانشاه نه حرکت کړی و. ادرس يې دا و چې سوپر موټر دی، ۲۶۵۲ پلېټ يې دی، رنګ يې ژېړ دی او فرش يې بار کړی دی او غواړي چې په ګردېز کې دې موادو ته په دولتي يا غير دولتي تاسيساتو کې انفجار ورکړي.))

پوليس وايي، له موټر بم سره څوک نه دي نيول شوي، خو پلټنې يې روانې دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

login or register a new account.