Language

د پکتیکا په برمل کې د حقاني شبکې شپږ وسله وال وژل شوي

ښرنه (پژواک، ٢٤ زمرى ٩٧): د پکتيکا امنيتي چارواکي وايي چې په برمل ولسوالۍ کې د حقاني شبکې شپږ وسله وال وژل شوي او ١٣ نور ټپيان شوي دي.

د پکتيکا د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالروف مسعود د زمري په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه په برمل ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او د حقاني شبکې د وسله والو تر منځ جګړه شوې ده.

هغه وايي چې په دې جګړه د حقاني شبکې شپږ غړي وژل شوي او ١٣ نور ټپيان شوي دي.

دغه راز برمل ولسوالۍ کې د ملي اردو د لومړي کنډک قوماندان ډګرمن محمد ايوب هم د يادې پېښې په تاييد سره وويل چې تېره شپه د حقاني شبکې وسله والو د برمل ولسوالۍ پر ودانۍ ډله ييز بريد وکړ.

هغه وايي چې د امنيتي ځواکونو له لوري بريد پر شا وتمبول شو چې په ترڅ کې یې د حقاني شبکې شپږ غړي و وژل شول او پنځه نور ټپيان شول.

د هغه په وينا، د وژل شوو وسله والو جسدونه د جګړې په ډګر کې پاتې دي خو افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

نوموړى وايي چې د جګړې پر مهال د حقاني شبکې له يادو وسله والو يو شمېر وسلې او مهمات هم امنيتي ځواکونو ترلاسه کړي دي.

بل لور ته د حقاني شبکې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، برمل د پکتيکا د سرحدي ولايتونو له ډلې ده چې له ګاونډي هېواد پاکستان سره اوږده پوله لري.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.