Language

د غزني امنيې قوماندانۍ د قرارګاه قوماندان ووژل شو

غزني ښار(پژواک،٢٧زمرى٩٧):وسله والو طالبانو د غزني د امنيې قوماندانۍ د قرارګاه قوماندان له يو بل ملګري سره يوځاى وژلى دى.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوي چې د زمري په ٢٧مه د غزني د امنيې قوماندانۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته را لېږل شوې ده.

په اعلاميه کې راغلي چې د غزني د امنيې قوماندانۍ د قرارګاه قوماندان لومړى څارن نجيب الله کوهبندي له خپل يو ملګري سره يوځاى نن له غزني څخه کابل ته روان و.

سرچينه زياتوي چې د ميدان وردګو ولايت د سالارو په سيمه کې وسله والو طالبانو له موټر څخه ښکته کړي او وژلي يې دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ويل کيږي چې طالبانو د کابل-غزني پر لويه لار د ميدان وردګو ولايت په مربوطاتو کې څو ځايه چک پاينټونه جوړکړي، خلک له موټرو ښکته او تالاشي کوي يې.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.