لښکرګاه (پژواک، د وږي لومړۍ نیټه، ۹۷) : په هلمند ولایت کې دترافیکي پيښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۰ تنه ملکي وګړي مړه شوي.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک د وږي په لومړۍ نیټه، پژواک خبري اژانس ته وویل، چې نن له غرمې وروسته ګرشک ولسوالۍ کې د ملکي خلکو يو فلډر موټر او د ملي اردو هاموې ټانک ترمنځ ټکر شوی و.
هغه زیاته کړه، په وژل شويو کسانو کې درې ميرمنې او څلور ماشومان هم شامل دي او يو ماشوم ټپي شوی دی.
ځواک وایي، د دپيښې قربانیان د لښکرګاه اوسیدونکي وو او داسي ښکاري چې هرات تلل ، چې د ګرشک ولسوالۍ په مهاجر بازار کې د پیښې ښکار شول.
د ګرشک ولسوال محمد سليم رودي وايي داسي ښکاري چې په پيښه کې وژل شوي کسان د يوې کورنۍ دي. هغه په دې اړه څه ونه ويل چې ټکر څنګه رامنځته ته شوي او ملامت څوک و، خو زياته يې کړه، چې هاموې ټانک د ۲۱۵ ميوند قول اردو څلورمي لوا اړونده او قربانیان يې قول اردو ته هم دوی انتقال کړي دي. هغه د هاموې د چلوونکي د نيول کيدو په اړه معلومات نه درلودل.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP