Language

د امام صاحب ولسوالۍ له جرمونو سره د مبارزې مديريت مرستيال ووژل شو

کندوز (پژواک ٣ وږى ٩٧): د کندوز امنيتي مسوولين وايي چې د امام صاحب ولسوالۍ له جرمونو سره د مبارزې مديريت مرستيال په کندوز ښار کې وژل شوى دى.

دغه موضوع د کندوز د امنيه قومندانۍ د درېمې حوزې آمر حسيب فرهاد، پژواک خبري اژانس ته په ډاګه کړه.

ده وويل، دغه پېښه د نن ماښام په ٧:٢٠ بجو د کندوز ښار د درېيمې حوزې اړوند د امام صاحب بندر د برېښنا رياست شاته شوې او په کې د ولسوالۍ له جرمونو سره د مبارزې مدير مرستيال کريم الله وژل شوى او يو بل ملکي وګړى ټپي شوى دى.

هغه زياته کړه، سيمې ته د امنيتي ځواکونو په لېږلو سره، قاتل له يوې تومانچې سره نيول شوى او څېړنې ترې پيل شوې دي.

امام صاحب د کندوز ښار شمال ختيځ لور په ٧٠ کيلومترۍ کې پرته ولسوالۍ ده.

login or register a new account.