کلات (پژواک، ٤ وږى ٩٧) : د زابل امنيه قوماندان وايي چې د شاه جوى ولسوالۍ لپاره د طالبانو له خوا نومول شوى ولسوال په عملياتو کې وژل شوى دى.
امنيه قوماندان سمونوال مصطفى مايار د وږي په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې افغان ګډو ځواکونو نن له غرمې وروسته دوه بجې د شاه جوى ولسوالۍ د شوربا په سيمه کې ځمکني او هوايي عمليات ترسره کړي دي.
هغه زياته کړه چې په دې عملياتو کې د ملا محمد علي، د طالبانو د زندان مشر له دوو نورو کسانو سره ووژل شول.
سرچينې زياته کړې چې په عملياتو کې ملکي وګړو او دولتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP