Language

د پکتيکا درې ولسواليو ته تازه دمي سرتېري او تجهيزات ورسېدل

ښرنه (پژواک،٤وږى٩٧): د پکتيکا وازېخوا، وړممۍ او تروې ولسواليو ته تر دوه مياشتو جګړو وروسته تازه دمي سرتېري او تجهيزات ورسېدل چې له امله يې دغه ولسوالۍ د سقوط له ګواښ څخه وژغورل شوې.

له تېرو درېيو کلونو راهيسې د نا امنيو له امله د وازېخوا، وړممۍ او تروې ولسواليو لويې لارې له مرکز ښرنې سره تړل شوي چې ټول پوځي تجهيزات يې د هوا له لارې کېدل.

دغه راز له تېرو شاوخوا دوه مياشتو راهيسې په دغو ولسواليو کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ سختې جګړې روانې وې چې له امله يې خلک سخت اندېښمن شوي وو او د سقوط وېره ورسره پيدا شوې وه.

د اړوندې موضوع په اړه د وازېخوا ولسوالۍ اوسېدونکي ملک ګلام خان پژواک ته وويل چې له تېرو دوه مياشتو راهيسې هره ورځ په دغو ولسواليو کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې کېدې.

دى زياتوي: ((يو خو د دې ولسواليو لارې تړلي، بل اکمالات ورته نه کېدل، خلک بېخي په ډار کې و چې سقوط ونه وکړي.))

خو هغه وايي، تېره شپه يادو ولسواليو ته تازه دمي سرتېري او پوځي تجهيزات رسېدلي چې له امله يې د خلکو په منځ کې د ولسواليو د سقوط وېره له منځه تللې ده.

بل قومي مشر او د خوشامند پخواني ولسوال مياخان پژواک ته وويل چې له کلونو راهيسې طالبانو د ګواشتې په سيمه کې د وازېخوا، وړممۍ او تروې ولسواليو لويې لارې له مرکز ښرنې سره تړلې دي.

د ده په وينا، د امنيتي ستونزو ترڅنګ د دې ولسواليو اوسېدونکي د خوراکي او نورو توکو د لوړې بيې له امله هم په ستونزو کې دي.

هغه زياته کړه: ((خو اوس تازه دمي ځواکونه رسېدلي، خلکو يې هم تود هرکلى کړى چې له خيره سره مشکلات به تر ډېره حل شي.))

خو بل قومي مشر نادرخان سليمانخېل بيا وايي، که چېرې د يادو ولسواليو د امنيت ټينګښت ته جدي پاملرنه ونه شي، د سقوط له ګواښ سره مخ دي.

ده زياته کړه: ((دغه ولسوالۍ تر اوسه د قومي جوړښتونو په مرسته ساتل شوې دي، که نه وختي به يې سقوط کړى و.))

د يادو څرګندونو په غبرګون کې د پکتيکا والي الياس وحدت پژواک ته وويل چې طالبانو غوښتل د وازېخوا، وړممې او تروې ولسوالۍ ونيسي، خو د امنيتي ځواکونو او خلکو له سخت مقاومت سره مخ شول او درنه مرګ ژوبله هم ورته واوښته.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.