ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو هلمند کې د مخابراتي  شبکو پر فعاليت بنديز ولګاوه

طالبانو هلمند کې د مخابراتي شبکو پر فعاليت بنديز ولګاوه

author avatar
28 Aug 2018 - 17:39
طالبانو هلمند کې د مخابراتي  شبکو پر فعاليت بنديز ولګاوه
author avatar
28 Aug 2018 - 17:39

لښکرګاه (پژواک، ۶وږی ۹۷) : ځايي چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو په هلمند ولايت کې د ټولو خصوصي  مخابراتي شبکو پر فعاليت بنديز لګولى دى.

بلخوا ددغه ولايت اوسېدونکي پر حکومت تور پورې  کوي چې د سلام دولتي شبکې د فعاليت په  برخه کې له  خصوصي شرکتونو سره معاملې کوي.

د هلمند د ولايتي شورا  رييس عطاءلله افغان وايي، حکومت  په  لوی لاس خپل حاکميت کمزوری ښيي،  ځکه له  يادو شبکو سره شوی قرارداد داسې نه دی چې په ټولو سيموکې دې د طالبانو په امر فعاليتونه بند وي.

هغه زياته کړه :(( تېره  شپه د طالبانو په امر  هلمند کې ټولو مخابراتي شبکو خپل فعاليتونه  بند کړي، په داسې حال کې  چې د شوي قرارداد له مخې داسې نه ده چې د حکومت تر  حاکميت لاندې سيمو کې دې هم طالبان پر ټيلېفوني شبکو واک ولري.))

افغان وايي،  له تېرو څو کلونو راهيسې دا څووم ځل دی چې خصوصي شبکې بنديږي، خو حکومت  په دې ونه توانېد چې د سلام  دولتي شبکې فعاليتونه پراخ اوپه اړونده برخه کې  ستونزې هوارې کړي.

د ولايتي شورا رييس وويل، د مخابراتو وزارت اړونده د اترا اداره د  خصوصي شبکو په  خوښه کارکوي، هغوی پيسې ورکوي او دوی د سلام د مخابراتي شبکې فعاليتونه ورته  محدود کوي.

دى وايي، په ناوې ولسوالۍ کې د سلام  شبکې انتن جوړ دى، خو نه  يې فعالوي، د کجکي لپاره ملي اردو چمتو ده چې د انتن وسايل انتقال کړي، خو دا کار هم نه کوي او په لښکرګاه   ښار کې محدود څو انتونه لري، چې نه  د اړيکو ټينګولو بسنه کوي او نه هم انټرنيټ ورکولی شي.

د لښکرګاه  ښار یو تن  اوسېدونکی  ډاکټر ذبیح  الله هم  ورته شکایت کوي  او وايي، حکومت ولې له دې احتياجه ځان نه خلاصوي خپله دولتي شبکه دې سمه کړي، چې له يوې خوا دا ستونزه هواره او له بلې خوا به يې عايد هم زيات شي.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل چې سلام شبکه د خلکو مخابراتي ستونزې نه شي هوارولى.

د هلمند والي تورن جنرال محمد یاسین خان وايي، همدا نن سهار د مخابراتو رييس او  د خصوصي  شبکو مسوولین يې راغوښتې وو او ورته ويې ويل  چې  په دغه برخه کې شوی قرارداد او معلومات ورسره شريک کړي.

والي پژواک ته وويل، د ناوې ولسوالۍ د انتن او په ښار کې د ځينو نورو انتنونو اوسلام  شبکې د فعالیت لپاره يې ډېر پخوا هم امرکړی و او اوس يې هم ورته ويلي چې ژر تر ژره  دې داستونزې هواري کړي.

د هغه په وينا، له وزارت سره يې هم دا ستونزې شريکې کړې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.