Language

پولیسو په مزار شریف کې د جهادي قوماندان ابراهیم خېل کور محاصره کړی

مزار شريف ( پژواک، ۱۰وږی، ۹۷ ): امنيتي ځواکونو مزار شريف کې د جهادي قوماندان او شمال کې د محاذ ګوندمسوول اخترحمد ابراهيم خيل کور کلابند کړی دی.

د بلخ د امنيه قوماندانۍ د امنيت آمر عبدالرزاق قادري د وږي په ۱۰مه، پژواک خبري اژانس سره خبرو کې تاييد کړه، چې د دغه جهادي قوماندان کور يې محاصره کړی دی.

نوموړي زياته کړه،وروسته له هغې پوليسو د ابراهيم خيل کور کلابند کړ، چې څو تنو غلو دغه کور ته پناه ور یوړه.

خو د حاجي اختر محمد ابراهيم خيل زوی او د امنيت شورا يوه سلاکار نقيب الله ابراهيم خيل پژواک سره خبرو کې د پوليسو دغه ادعا بې بنسټه وبلله.

د بلخ د امنيت آمر وایي، چې نن وروسته له غرمې يوه ډله غلو د مزار شريف ښار له قالين فروشۍ راستې څخه له يوه دوکان څخه روپۍ ولوټلې،وروسته بيا د پوليسو لخوا تر تعقيب لاندې ونيول شول.

قادري وايي، پوره شواهد او اسناد لري، چې دغه غله د اخترمحمد ابراهيم خيل په کور کې پټ شوي دي او په خبره يې چې پوليس يې د نيولو هڅې کوي.

د جهادي قوماندان اختر محمد ابراهيم خيل زوی او د امنيت شورا يو مشاور نقيب الله ابراهيم خيل بيا وايي، چې پوليسو د دغه جهادي قوماندان د بدنامولو لپاره دسيسه جوړه کړې ده.

نوموړي زياته کړه چې د پوليسو لخوا په ډزو کې د دوی دوه تنه هم ټپيان شوي دي.

خو د بلخ پوليس وايي، چې تر اوسه هېڅ ډول ډزې او جګړه نه ده شوې.

د سيمې خلک هم وايي چې د حاجي اختر محمد ابراهيم کور ته ورغلې ټولې لارې بندې شوي دي.

د مزار شريف د څلورمې ناحيې اوسېدونکي ذبيح الله پژواک ته وويل، چې څو شيبې وړاندې يې د ډزو غږونه هم اورېدلي دي.