Language

د بلخ غورځېدلې چورلکه کې د یو بهرني په ګډون ٣ کسان وژل شوي او درې ټپیان دي

مزارشريف (پژواک، ۱۱ وږی ۹۷): په شمال کې د شاهين قول اردو په قوماندانۍ کې د چورلکې لوېدو په پېښه کې د يوه بهرني په ګډون شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او څلور تنه نور روغ وتلي دي.

د ۲۰۹ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي د وږي په ۱۱مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ملي اردو دغه قراردادي چورلکه د تخنيکي ستونزې له امله لوېدلې ده.

هغه زياته کړه چې د دفاع وزارت ياده چورلکه له کابل څخه مزارشريف ته راغلې وه او له شاهين قول اردو یې فارياب ته الوتنه درلوده چې ولوېده.

رضايي زياتوي چې په دې پېښه کې د يوه بهرني پيلوټ په ګډون ٣ نظامي منسوبين وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

هغه وايي چې د ټپيانو حالت د اندېښنې وړ نه دی او زياتوي چې څلور نظامي منسوبين له دې پېښې روغ وتلي دي.

د شاهين قول اردو وياند وويل چې یادې چورلکې د لسو کسانو د لېږدولو وړتیا درلوده او افغان ځواکونو ته په کرايه ورکړل شوې وه.

د شاهين قول اردو مطبوعاتي مسوول په خبره، د ملي اردو دغه قراردادي چورلکه نن سهار ۷ بجې او ۵۵ دقيقې د ۲۰۹ شاهین قول اردو د قوماندانۍ په ساحه کې د تخنيکي ستونزې له امله له پروازه څو شېبې وروسته ولوېده.

login or register a new account.

Related Topics