لښکرګاه (پژواک، ۱۱ وږی ۹۷): په هلمند کې د نادعلي او مارجې ولسوالیو د لویو لارو د هغو برخو د بېرته رغولو چارې پیل شوې چې په تېرو دوو کلونو کې د جګړو له امله ويجاړې شوې وې.
د هلمند والي محمد یاسین خان د وږي په ١١مه د نادعلي او مارجې ولسوالیو په دوه لارې سیمه کې خبریالانو ته وویل چې د دغو لارو ډېری برخې چې په تېرو دوو کلونو کې تخریب شوې وې، نن يې د فوايد عامې رياست له خوا د بیا جوړېدو چارې پیل شوې.
د ده په وینا، د نادعلي ولسوالۍ بشپړه لاره او د مارجې یوه برخه امن شوې نو ځکه يې د سړکونو د جوړېدو چارې هم پيل شوې.
هغه زياته کړه: ((د نورو تخریب شوو لارو د بيا جوړولو چارې به هم هغه وخت پیل شي چې سيمې يې د حکومت تر کنترول لاندې راشې.))
د والي په وينا، په نادعلي کې به يو شمېر نورې پروژې هم پلې شي څو ځوانانو ته د کار زمينه برابره شي.
دغه راز د هلمند د فوايد عامې رییس اهل الله عبیدي وویل چې د نادعلي او مارجي ولسوالیو ١٤ کیلومتره سړک د ماینونو او چاودنو له امله تخریب شوى چې بېرته رغول يې پيل شول.
هغه زیاته کړه چې د دې پروژې مالي لګښت ١٨ ميليونه افغانۍ کېږي چې د فوايد عامې وزارت له لوري ورکول کېږي.
همدارنګه د نادعلي ولسوالۍ د ټولنیزي شورا رییس محمد نبي الفت د يادې لارې پر بېرته جوړېدو خوښي وښوده خو زياته کړه چې د چاه انجير تخريب شوې لاره هم بايد جوړه شي.
هغه وویل چې د دې پروژو په ساتنه او څارنه کې به له اړوند شرکت سره پوره همکاري وکړي.
د يادونې ده، له څه مودې راهيسې د لښکرګاه ښار په ځينو سيمو او نادعلي ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو له لوري د وسله والو طالبانو پر وړاندې عمليات روان دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP