محمودراقي (پژواک، ١١ وږى ٩٧): وسله والو طالبانو د کاپيسا په تګاب ولسوالۍ کې يو کس د جاسوسۍ په تور وژلى دى.
د تګاب امنيه قوماندان محمد نعيم ساپي د وږي په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې وسله والو طالبانو د ولسوالۍ د بدراب سيمې يو اوسېدونکى لومړى د اله ساى ولسوالۍ د سلطان خېلو سيمې ته تښتولى او بيا يې وژلى دى.
هغه زياته کړه چې د جاسوسۍ په تور تر وژلو وروسته یې دغه کس په ونه کې ځوړند کړى و او نن يې مړى ولسوالۍ ته لېږدول شوى دى.
د نومووړي په وینا، په شاوخوا یوه میاشت کې د طالبانو والي او ولسوال د بدراب په سیمه کې وژل شوي وو، نو وسله والو دغه کس په همدې تور وژلی دی.
د اله سای ولسوالۍ د مرکز اوسېدونکي خيرالله پژواک ته وویل چې د دې تر څنګ طالبانو يو بل تن هم د جاسوسۍ په تور وژلى دى.
دا پېښه د اله سای دولتي چارواکي هم تاييدوي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP