مزارشريف (پژواک، ١١ وږى ٩٧): د ملي دفاع وزارت يوه قراردادي چورلکه په بلخ ولايت کې نن سهار غورځېدلې او اور يې اخيستى دى.
په شمال کې د ۲۰۹ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي د وږي په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار وختي د ملي اردو يوه قراردادي چورلکه د شاهين قول اردو په ساحه کې د تخنيکي ستونزې له امله غورځېدلې ده.
نوموړي زياته کړه، یاده چورلکه له کابل څخه مزارشريف ته تللې وه چې د تخنیکي ستونزې له امله ولوېده.
هغه وویل چې چورلکې اور اخيستی، خو د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه درلودل.
په دې اړه به نور معلومات وروسته خپاره شي.
login or register a new account.