پل علم(پژواک،١٣وږى٩٧): د لوګر سيمه ييز چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو بره کي برک ولسوالۍ کې ښځينه ښوونکو ته ښوونځي ته د نه تګ امر کړى چې له امله يې د نجونو ښوونځي تړل شوي دي.
د بره کي برک ولسوالۍ سرپرست عين الدين امين خېل د وږي په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو درېيو ورځو راهيسې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو ښوونځيو استادان ښوونځي ته نه ورځي.
هغه وايي:((طالبانو دې استادانو ته ويلي چې مکتب ته لاړې نه شي که چېرې لاړې شي وبه وژل شي ،نو همدا دى چې اوس د نجونو ښوونځي بند دي.))
سرپرست ولسوال وايي چې د يادې ستونزې د حل په موخه يې له قومي مشرانو او ديني عالمانو سره خبرې کړې دي.
امين خېل وايي چې د ښوونځيو د تړل کېدو دغه موضوع يې د ولايت له مقام او پوهنې رياست سره هم شريکه کړې ده.
د دې ولسوالۍ د بره کي راجان سيمې قومي مشر سيداغا پژواک ته وويل چې د طالبانو له ګواښ وروسته ښځينه ښوونکي او زده کوونکي ښوونځيو ته نه ورځي او ښوونځي تړل شوي دي.
د لوګر د ولايتي شورا مرستيال عبدالولي وکيل هم ياده موضوع تاييد کړه او ويې ويل چې طالبانو دغه کار د تعليمي کيفيت د ښه والي لپاره کړى دى.
ده زياته کړه:((طالبان ادعا کوي چې بره کي برک کې له شپږم نه پورته ټول ښوونځي خيالي دي، نجونې نه وي خو اخر د کال کې فارغېږي، نوځکه دوى ښوونځي تړلي دي.))
وکيل وايي چې ولايتي شورا د يادې ستونزې د حل لپاره هلې ځلې پيل کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د لوګر د ولايت مقام او د پوهنې رياست په دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه.
د اړوندې موضوع په اړه د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې د دې موضوع په اړه تر اوسه معلومات نه لري.
د يادونې ده چې لوګر کې ٣٠٧ ښوونيز مرکزونه دي چې د ٤٠ زره نجونو په ګډون ١٥٠ زره کسان په کې زده کړې کوي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP