Language

د تخار امنیه قوماندان: طالبانو خواجه غار ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پولیسو مړي سوځولي

تالقان (پژواک، ١٥ وږى ٩٧): د تخار امنيتي چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو د دغه ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې اته پوليس وژلي او وروسته يې د هغوى مړي سوځولي، خو طالبان بيا د مړو سوځولو خبره ردوي.

د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار خليل اسير د وږي په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د خواجه غار ولسوالۍ په قندهاري کلي کې د سيمه ييزو پوليسو پر پوستې بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې د پوستې د مسوول جمعه په ګډون اته سيمه ييز پوليس وژل شوي دي.

ده وويل: ((طالبانو وروسته د دې پوليسو مړو ته اور اچولى دى.))

د اسير د معلوماتو له مخې، طالبانو د يو سيمه ييز پوليس په ګډون يوه پيکا او اووه کلاشينکوفونه هم له ځانه سره وړي دي.

دغه راز هغه وويل چې تېره ورځ په دشت کلا ولسوالۍ کې امنيتي ځواکونو د وسله والو طالبانو پر وړاندې چاڼيز عمليات پيل کړي دي.

بل لور ته طالبان هم دغه خبر تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې د خواجه غار ولسوالۍ مرکز ته نږدې طالبانو د سيمه ييزو پوليسو پر يوې پوستې بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې نهه سيمه ييز پوليس وژل شوي او وسلې او مهمات يې د طالبانو لاس ته ورغلي دي.

خو مجاهد هغه څرګندونې رد کړې چې طالبانو د يادو سيمه ييزو پوليسو جسدونو ته اور اچولى دى.

خواجه غار د تخار د نا امنو ولسواليو له ډلې ده چې دوه کاله وړاندې د څو ورځو لپاره طالبانو نيولې هم وه.

login or register a new account.