Language

د اندړو ولسوال: ځايي مسوولين غواړي ولسوالي طالبانو ته تسليم کړي

غزني ښار (پژواک، ١٧ وږى ٩٧): د غزني د اندړو ولسوال وايي چې ولسوالي يې له تېرو څلورو مياشتو راهيسې کلا بنده ده، خو والي يې ټيلېفون نه ځوابوي او د اړيکې نه نيولو ګواښ يې هم ورته کړى.

څو مياشتې مخکې وسله والوطالبانو د غزني پر اندړو ولسوالۍ بريد وکړ، دپکتيکا لويه لاره يې هم وتړله چې لا هم دا لويه لاره په پاخه سړک تړل شوې او خلک اوس پر خامه لارو تګ راتګ کوي.

داندړو ولسوال محمد قاسم ديسيوال ادعا کوي چې سيمه ييزو چارواکي غواړي په لوي لاس ولسوالي وسله والوطالبانو ته د غزني د مرکز په څېر تسليم کړي .

هغه پژواک اژانس ته وويل : (( ( والي ته مې زنګ وواهه راته ويل يې چې بيا ځلې ماته زنګ ونه وهې ورشه ملي اردو ته زنګ ووهه چې محاصره يې.))

دنوموړي په وينا، دوى اوس مهال يواځې په مرکز کې پراته دي او شاوخوا سيمې يې دوسله والوطالبانو په لاس کې دي.

د ولسوال په خبره، تراوسه دغې ولسوالۍ ته هېڅ اکمالات نه دي شوي، که چېرته دا حالت همداسې دوام پيدا کړي ډېر ژر به ددغې ولسوالۍ ټولې سيمې وسله وال طالبان ونيسي .

ديسيوال وويل، د غزني سیمه يیز چارواکي مرکز ته غلط راپور ورکوي  .

هغه پر ولسمشر او اجراييه رييس غږ وکړ چې ددوى غم وخوري، ځکه چې ولسوالۍ محاصره ده او ځايي چارواکي ورسره مرسته نه کوي.

د نوموړي په وينا، ولسوالۍ ته د ولايت له مرکزه غځېدلې لاره تړل شوې او په لويه لاره کې څو ځايه وسله وال طالبان تلاشي کوي ، خو کله چې دوى له مرکز سره اړيکه نیسي ددې پر ځاى چې مرسته ورسره وکړي بد چلند کوي.

د اندړو ولسوالۍ د ميري سيمې اوسېدونکى انوارالحق وايي چې په نږدې سيمو کې طالبان مېشت  شوي دي.

د بازار په يوه سر کې دولت او په بل سر کې يې طالبان دي او هره ورځ خلک او موټر تالاشي کوي.

د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري بيا د ولسوال خبرې ردوي او وايي چې اندړو ولسوالۍ ته يې څو ورځې مخکې اکمالات کړي او ستونزه تر پخوا راکمه شوې ده.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.