پل علم(پژواک،١٧وږى٩٧): د لوګر د کرنې رياست مسوولين وايي چې سږ کال په دغه ولايت کې د وچکالۍ او طبيعي پېښو له امله د غنمو د حاصلاتو کچه ٣٠ سلنه راټيټه شوې ده.
د لوګر د کرنې رييس دين محمد مومند د وږي په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل،سږ کال په دغه ولايت کې د غنمو حاصلات ښه نه و چې له امله يې کروندګر له زيان سره مخ شوي دي.
ده زياته کړه: ((سږکال په ټول ولایت کې پر ۲۱۶۰۵ هکتاره ځمکه غنم کرل شوي چې ۶۲۷۰۸ ټنه حاصل ور څخه ترلاسه شوی چې د تېر کال په پرتله ۳۰ سلنه کموالی ښيي.))
هغه وويل چې وچکالي، ږلۍ او نورې طبيعي پېښې د دې لامل شوې چې د غنمو د حاصلاتو کچه ټيټه شي.
مومندوويل: ((موږ هڅه کوو چې د راتلونکي کال لپاره بزګرو ته اصلاح شوي تخمونه، کيمیاوي سرې او د کرنې په برخه کې ترينګونه ورکړو.))
په دې اړه د مرکز پل علم اړوند د کلنګار سيمې يو تن کروندګر نورالله پژواک ته وویل چې سږ کال يې په پنځه جريبه ځمکه کې غنم کرلي و چې د وچکالۍ له امله يې سم حاصل نه دى ورکړى.
هغه وایي:((زموږ په سیمه کې د هر کروندګر د غنمو حاصل کم راغلى، تېرکال مې له یو جریب ځمکې څخه ۱۶۰ منه غنم واخيستل، خو سږکال مې بیا د جریب په سر۱۲۰ منه غنم ترلاسه کړل چی لګښت او زیار ته په کتو سره ډېر کم دى.))
دغه راز د محمداغې ولسوالۍ د مغل خېلو سیمې يوتن بزګر طاهر پژواک ته وويل چې د غنمو د کر له امله يې سږ کال زيان کړى دى.
هغه زياته کړه:(( زه خپله ځمکه نه لرم دلته مې د کلي له خان څخه لس جریبه ځمکه د کال یو جریب په ۷۰ منه اجاره نیولې چې له یوې خوا د کيمیاوي سرې بیه لوړه وه له بل پلوه په ویاله کې اوبه وچې وې، د غنمو کروندې مې د سرخي په مرض هم اخته شوې چې حاصل یې د تېرکال په پرتله نیمایي ته راټیټ کړ.))
د نوموړی په خبره چې سږکال دلته د ټولو بزګرو غنمو او نورو کروندو ښه حاصل ورنه کړ او هغه چا چې ځمکې له نورو څخه په اجاره نیولې دي زیان یې وکړ.
دغه راز د پورک د کروندګرو د کوپراتیف غړي فیض محمد پژواک ته وويل چې د غنمو د کر له امله کروندګر زيانمن شوي، حکومت بايد ورسره مرسته وکړي.
نوموړي د کرنې له وزارت څخه غوښتنه وکړه چې د راتلوونکي کال لپاره کروندګرو ته د کرنې په برخه کې ورکشاپونه جوړ کړي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP