فراه(پژواک، ۱۸وږى ۹۷): د فراه ولايت چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو د فراه ښار په څنډه کې پر يوې امنيتي پوستې بريد کړى چې له امله يې څلور پوليس وژل شوي او پنځه نور طالبانو ژوندي نيولي دي.
د فراه د ولايتي شورا غړى داد الله قانع ددغه خبر په تاييد سره پژواک اژانس ته وويل چې تېره شپه دوه بجې وسله والو طالبانو د «مکتب سور» په نامه پر يوې پوستې بريد کړى چې دغه پوسته سقوط شوې .
هغه زياته کړه، که څه هم چې دغې پوستې ته مرستندويه سرتېري ور ورسېدل، خو ددغې نښتې په ترڅ کې چې دوه ساعته يې دوام وکړ څلور پوليس وژل شوي او پنځه نور طالبانو ژوندي نيولي دي.
وسله والو طالبانو هم ددغه بريد مسووليت منلى دى.
طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي چې په دغه بريد کې پنځه پوليس وژل شوي، پنځه نور نيول شوي او طالبانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې .
login or register a new account.