پل علم (پژواک، ۱٩ وږی ۹۷): د لوګر اوسېدونکي وايي چې د امنيتي مسوولينو د بې غورۍ له امله په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې امنيتي وضعيت خراب شوی چې له امله يې خلک له ستونزو سره مخ دي، خو امنيتي چاراوکي بيا دغه څرګندونې ردوي.
د اړوندې موضوع په اړه د لوګر ولایتي شورا غړي محمد قسیم خوشیوال د وږي په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې سږ کال په دغه ولایت کې امنیتي ستونزې ډېرې شوې دي؛ هره ورځ طالبان د کابل- لوګر او يا هم د ولسوالیو په لارو کې له امنيتي ځواکونو سره جګړې کوي چې بيا د څو ساعتونو لپاره د ترافيکو پر مخ لارې تړلې وي.
هغه وایي: ((د دغه ولایت په ۷۰ سلنه سیمو کې وسله وال طالبان حاکمیت لري او خپل قانون او نظام چلوي او طالبانو په دې وروستيو کې پل علم کې هدفي وژنې هم ډېرې کړې دي چې دا حالات نور موږ ته د منلو نه دي.))
دغه راز د مرکز پل علم د جمعه کلا قومي مشر محمدیوسف پژواک ته وویل چې سيمه يې د مرکز اړوند کابل- ګردېز پر لویه لار پرته ده خو امنيت نه لري.
هغه زياته کړه: ((طالبان هر سهار او مازدیګر پاخه سړک ته راخېژي، تلاشي کوي او یا پر دولتي کاروانونو او موټرو بریدونه کوي چې خلک يې په سخت مشکل کې اخته کړي دي.))
دغه راز لوګر کې د مدني ټولنې غړي اجمل پژواک ته وويل چې د نا امنيو له امله ډېرى خلک له دغه ولايت څخه کابل ته ګډه شوي دي.
دى وايي: ((زه محمداغه کې اوسېږم، له کابل څخه ٣٠ کيلومتره فاصله لري، امنيت ډېر خراب دى، خلک مجبور شول چې ګډه وکړي.))
يادو او د دغه ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو وويل چې د امنيتي مسوولينو د بې غورۍ له امله په دغه ولايت کې امنيتي وضعيت خراب شوی چې بايد اړينه پاملرنه ورته وکړي.
دغه راز د لوګر د ولايتي شورا مرستيال عبدالولي وکيل پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې له نا امنيو د شکايت په موخه هره ورځ خلک ولايتي شورا ته ورځي.
ده هم وويل چې په لوګر کې امنيتي ستونزې ډېرې شوې، جدي پاملرنې او هڅو ته اړتيا لري.
د وکيل د معلوماتو له مخې، د دغه ولايت د ازرې، خروار، څرخ او برکي برک ولسواليو يواځې د امنيې قوماندانۍ او ولسوالۍ ودانۍ له حکومت سره دي.
خو بل لور ته امنيتي مسوولين يادې څرګندونې ردوي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP