Language

په غزني کې پولیس له خلکو په زور پیسې اخلي

غزني ښار (پژواک، ٢٠ وږى ٩٧):د غزني يو شمېر اوسېدونکي وايي چې پوليس ترې په بېلابېلو نومونو پیسې اخلي چې له امله يې په ستونزو کې دي، خو د دغه ولايت امنيه قوماندان وايي، ټول هغه پوليس به ونيسي چې له خلکو ناقانونه پيسې اخلي.

د غزني ښار اوسېدونکي سعدالله د وږي په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له ښاره بهر په لويو لارو او نورو سيمو کې پوليس له خلکو په زور پيسې اخلي.

هغه په دې اړه کوم سند وړاندې نه کړ خو زياته يې کړه: ((له ښار نه چې د باندې شې او پوليس دې ودروي نو حتماً يا در څخه پيسې اخلي او يا د جېب ټيلېفون غواړي، خلک يې سخت په مشکل کې کړي دي.))

دغه راز د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکي رحيم الله هم ورته تور پورې کړ او ويې ويل، کله چې له اندړو څخه غزني ښار ته خي نو اړ دي پوليسو ته پيسې ورکړي.

ده زياته کړه: ((زه څو ځلې تر اوسه ورسره مخ شوى يم، کله چې ښار ته ځو په لاره کې بايد پوليس ته پيسې ورکړو که دغه کار ونه کړو نو بيا ښار ته د تګ اجازه نه راکوي.))

رحيم الله د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((په څو روپو چې ورسره جوړ شوې، چا نه سل چا نه دوه سوه او چا نه درې سوه روپۍ اخلي.))

نوموړي دا هم وويل چې د غزني ښار د ارزو په سيمه کې په دې وروستيو کې طالبانو هم چک پاينټ جوړ کړى چې خلک تلاشي کوي.

هغه وايي: ((په ارزو سيمه کې طالبان ولاړ دي، د سلام سيمکارت پوښتنه کوي چې له چا سره وي، ترې اخلي يې، دغه کار هم خلکو ته مشکل پيدا کړى دى.))

همدارنګه په غزني ښار کې يوه موټر پلورونکي عيسى محمد پژواک ته وويل چې د کابل- کندهار پر لويه لار د غزني په مربوطاتو کې هم پوليس له خلکو پيسې اخلي.

ده زياته کړه: ((زه له کندهاره په بې پلېټه موټر کې راغلم، کله چې غزني ته را داخل شم نو پوليس مې څو ځایه دروي، پيسې را نه غواړي، وايي چې شېريني راکړه تر څو چې پيسې ورنه کړم، د تګ اجازه نه راکوي.))

د هغه د معلوماتو له مخې، د لارې په اوږدو کې دوه درې ځايه پوليسو ته له پنځه سوه نيولې تر زرو کلدارو پورې ورکوي.

د دغه ولايت ځینو نورو اوسيدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومته يې غوښتنه وکړه چې د دغه کار مخنيوی وکړي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.