Language

بغلان کې ۱۲ کیلومتره سړک ګټې اخیستنې وسپارل شو

پلخمري (پژواک، ٢٢ وږى ٩٧): په بغلان کې د ٢٢٣ ميليونه افغانيو په لګښت جوړ شوى ١٢ کيلومتره سړک ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

دغه سړک د بغلان ولايت د ده صلاح او بنو ولسواليو تر منځ غځېدلى چې زرګونو کورنيو ته يې په تګ راتګ کې اسانتياوې برابرې کړې.

د ياد سړک د پرانيستې په مراسمو کې د کلیو پراختیا وزير مجیب الرحمن کریمي وويل چې بغلان ته د تګ موخه يې په دغه ولایت کې د ګڼ شمېر پلان شوو پروژو پیل او ګټې اخیستنې ته سپارل دي.

وزیر وویل:  ((له بنو تر ده صلاح ولسوالۍ ۱۲ کیلومتره جوړ شوی سړک چې ګټې اخیستنې ته ومو وسپاره، د یادو دواړو ولسوالیو د اوسېدونکو د لارو ستونزې یې هوارې کړې چې له امله به یې د سیمې په اقتصادي  برخه کې هم ژر بدلون راشي.))

کریمي زیاته کړه چې په بغلان کې په راتلونکي یو کال کې  ۲۰۴  کوچنيو او سترو پراختیايي پروژو پر تطبیق هم هوکړه شوې ده.

دغه راز په دې غونډه کې د بغلان د کلیو د پراختیا ریيس اول خان احمدزي هم دغه ١٢ کيلومتره سړک د دې سيمې د خلکو لپاره په دې برخه کې ډېرې اسانتياوې رامنځته کړې.

احمدزي وویل: ((پر دغه سړک ټولې  ۲۲۳ میلیونه افغانۍ مصرف شوې چې د کلیو د پراختیا وزارت د لارو جوړولو پروګرام  له ځانګړې بودجې ورکړل شوې چې د د درېیو ولسوالیو زرګونه کورنۍ ترې په مستقیم ډول ګټه پورته کوي.))

همدارنګه د ده صلاح ولسوالۍ اوسېدونکي ذکي الله پژواک ته وویل چې  د دغه سړک له جوړېدو مخکې یې لارۍ درلوده خو اوس چې سړک جوړ شو، رېکشه یې اخیستې او د بنو ده صلاح ولسوالیو تر منځ سپرلۍ وړي، راوړي.

د هغه د معلوماتو له مخې، پخوا د بنو او ده صلاح ولسواليو ترمنځ يو ساعت لار او د يو کس کرايه هم سل روپۍ وه، خو اوس شل دقيقې ده او کرايه هم ٣٠ افغانيو ته راټيټه شوې ده.

د یادونې ده، دوه اوونۍ وړاندې هم د ټولګټو وزارت له خوا د سالنګ لویې لارې د یوې برخې د جوړېدو چارې پيل شوې.

login or register a new account.