پل علم (پژواک، ٢٢ وږى ٩٧): د کابل- ګردېز لويې لارې د بار وړونکو موټرو يو شمېر چلوونکي وايي چې د لوګر ولايت په مربوطاتو کې پوليس ترې په بېلابېلو نومونو غير قانوني پيسې اخلي چې له ستونزو سره يې مخ کړي دي.
د دې لارې يوه موټر چلوونکي صمدخان د وږي په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون د سفيد سنګ په سيمه کې پوليسو يې دوه ساعته موټر درولى و.
هغه وايي: ((موږ ته وايي چې د ګمرګ اسناد دې سم نه دي، دوه ساعته يې درولي وو څو مو چې پيسې ورکړې، بيا يې د تګ اجازه راکړه.))
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د پل علم د ننوتو په دروازه، شش کلا، تنګي واغجان او سفيد سنګ سيمو کې هم له باروړونکو موټرو پوليس په زور پيسې اخلي.
دغه راز د دې لارې بل موټر چلوونکي عاشق الله پژواک ته وويل چې د تنګي واغجان په سيمه کې پوليسو په غير قانوني ډول پنځه سوه افغانۍ ترې اخيستې دي.
هغه وايي: ((ما د يو تجار مالونه د پاکستان له سرحد څخه بار کړي غواړم کابل ته يې انتقال کړم خو په تنګي واغجان کې پوليس راته وايي چې ستا په موټر شک دى څو چې مې پيسې ورکړې بيا نه شک و او نه هېڅ، پرې یې ښودم.))
د نوموړي په وينا، د روان کال د وري مياشتې په ١٥مه نېټه د پل علم په امنيتي پوسته کې پوليسو د ده په ګډون له څلورو موټر چلوونکو څلور زره افغانۍ واخيستې بيا يې موټرو ته د تګ اجازه ورکړه.
همدارنګه بل موټر چلوونکي بشرمل چې وريجې يې بار کړې وې، پژواک ته وويل: ((د لوګر په ساحه کې د پوليسو له لاسه سخت په تنګ يو په هرځاى کې ولاړ وي او له موټرو څخه پېسې اخلي.))
د هغه د معلوماتو له مخې، له بار وړونکو موټرو سره قانوني اسناد هم موجود وي، خو پوليس یې تر هغه لمر ته دروي څو پيسې ورکړي.
يادو او يو شمېر نورو موټر چلوونکو له اړوندو ارګانونو د دې ستونزې د هر څه ژر حل غوښتنه وکړه.
په دې اړه د لوګر ولايتي شورا مرستيال عبدالولي وکيل هم پژواک ته وويل چې د دغه ولايت په مربوطاتو کې پوليس له بار وړونکو موټرو غير قانوني پيسې اخلي.
ده زياته کړه: ((دا لاره له پخوا بدنامه ده، يو شمېر موټر د پکتيا په ګمرک کې پيسې نه ورکوي او په قاچاقي ډول راوځي دلته چې راځي پوليس يې دروي بيا دوى ترې د ځان لپاره پيسې اخلي.))
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP