ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عطامحمد نور: لس مياشتې وروسته حکومت نيسو

عطامحمد نور: لس مياشتې وروسته حکومت نيسو

author avatar
13 Sep 2018 - 14:27
عطامحمد نور: لس مياشتې وروسته حکومت نيسو
author avatar
13 Sep 2018 - 14:27

مزار شريف( پژواک، ٢٢وږی ۹۷)  : د جمعيت ګوند اجرايي رييس او د بلخ پخوانى والي عطامحمد نور وايي چې لس مياشتې وروسته به د دېموکراسۍ او ټاکنو له له لارې حکومت ونيسي.

هغه دا هم وويل چې که ټاکنې رڼې نه وې؛ نو دوی به يې مخنيوی وکړي.

له دې سره د بلخ والي اسحاق رهګذر پر خلکو غږ وکړ چې راتلونکو ټاکنو کې په پراخه کچه ګډون وکړي.

دوى دغه څرګندونې د وږي په ۲۳مه، مزار شريف کې د شهيد اوونۍ د نمانځنې په پروګرام کې وکړې.

عطا محمد نور په ډاګه کړه چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د رڼو ټاکنو د ترسره کېدو وړتيا نه لري.

هغه زياته کړه، دوی به اجازه ورنه کړي څو يو ځل بيا د تېر په څېر د خلکو پاکو رايو ته په سپکه سترګه وکتل شي.

نوموړي وويل، د ملي وحدت حکومت اجراييه او قضايه قوه هېڅ ډول مشروعيت نه لري او زياته يې کړه چې اوس حکومت غواړي د درغليو له لارې مقننه قوه هم تر خپل کنټرول لاندې راولي.

نور د ټاکنو خپلواک کمېسيون باندې تور پورې کړ چې هېواد کې د رڼو ټاکنو د ترسره کېدو توان نه لري. هغه همدا راز ګواښ وکړ چې که ټاکنې رڼې نه وي؛ نو دوی به يې مخه ونيسي.

د جمعيت ګوند اجرايي رييس زياته کړه چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د ټاکنو بې شمېره تقلبي پاڼې وېشل شوې دي.

نوموړي زياته کړه: (( کله چې د ټاکنو کمېسيون رسوايي مطبوعاتي شوه او تقلبي پاڼې زموږ د ملګرو له خوا رسنېزې شوې، بيا کمېسيون پوښتنه کوي چې دا پاڼې تاسې له کومه کړې؟ دوی دومره ناخبره دی چې له خپلو پاڼو هم معلومات نه لري.))

نوموړي وويل، هېواد کې هغه مهال بدلون راتللی شي چې خلک حرکت وکړي.

عطامحمد نور زياتوي: (( موږ باندې هر چا هر ډول نوم کېښود، چا راته اشرار وويل، چا شر او فساد وبللو او څوک مو اوس جنګسالاران بولي؛ خو زموږ ملګري په حکومت کې دي او حکومتداري يې ياده ده، لس مياشتې وروسته به د خدای په زور د دېموکراسۍ له لارې دا حکومت نيسو.))  

د جمعيت ګوند اجرايي رييس د وږي اتلسمه ورځ باندې کابل ښار کې د هوايي ډزو او وسله والو کاروانونو په تړاو وويل، چې ياد خلک له حکومت څخه ناراضه دي او په وينا يې هغوی غواړي چې د وحشت له لارې خپله نارضايتي ښکاره کړي.

هغه د حکومت مسوولين ناتوانه وبلل او ويې ويل چې خلکو ته قناعت نه شي ورکولی.

نور زياته کړه : (( هغوی چې په تخت ناست دي، هغوی چې د لوګر، پنجشېر، کابل او د ټول افغانستان د ملکيت دعوا لري ولې امنيت نه شي راوستلی؟ ولې هغو ځوانانو ته قناعت نه شي ورکولی چې کابل ښار کې يې بې نظمي جوړه کړې وه.))  

عطامحمد نور زياته کړه، چې اوسنی هغه دور دی، چې ملتونه به خپل برخليک په خپله ټاکي.

هغه وويل، هېڅ ډول غير مشروع شتمني نه لري او په وينا يې هغوی چې تبليغات ورپسې کوي، د ده سيالي نه شي کولای.

له دې سره بيا د بلخ والي محمد اسحاق رهګذر په خلکو غږ وکړ چې په راتلونکو ټاکنو کې په پراخه کچه برخه واخلي.

نوموړي زياته کړه، خلک بايد د ټاکنو له لارې خپلو موخو ته د رسېدو هڅه وکړي.

رهګذر همدا راز له خلکو وغوښتل چې د امنيتي ځواکونو تر شا ودرېږي؛ څو په هېواد کې راونه جګړه وګټل شي.

د بلخ والي د نړيوال تروريزم پر وړاندې د مجاهدېنو مبارزه وستايله او زياته يې کړه چې مجاهدينو هغو ترهګرو ته شکست ورکړ چې تر شا يې د نړۍ لوی لاسونه وو.

هغه وايي، چې نړيواله ټولنه په تېرو اتلسو کلونو کې ونه توانېدله چې تروريزم مات کړي.

نوموړي خلک يووالي او ورورولۍ ته راوبلل او غوښتنه يې دا وه چې خلک دې يو موټی شي او په هېواد کې د سولې او ثبات راوستو لپاره دې کار وکړي.

د بلخ د ولايتي شورا ريس محمد افضل حديد بيا حکومت باندې تور پورې کړ چې د شمالي ولايتونو د نا امنيو کنټرولولو لپاره اغېزمن ګامونه نه پورته کوي.

هغه وويل: (( حکومت بايد خلکو ته ځواب ورکړي! ولې هره ورځ سيمې سقوط کوي؟ ولې زموږ ارام او هوسا ښارونه هم د جګړې خواته وړل کېږي، د دې ځواب بايد حکومت ووايي.))  

حديد زياته کړه چې که حالت همداسې دوام وکړي؛ نو په وينا يې چې د حکومت پر وړاندې به د خلکو غوسه راوپارېږي، چې په خبره يې بيا به يې کنټرولول ستونزمن کار وي.

 

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.