Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په سمنګانو کې ٦ سيمه ييز پوليس وژل شوي او ١٧ نور ټپيان دي

ايبک (پژواک، ٢٣ وږى ٩٧): د سمنګانو د سيمه ييزو پوليسو مسوولين وايي، په دره صوف پايين ولسوالۍ کې د طالبانو په بريد کې يوه مېرمن او شپږ سيمه ييز پوليس وژل شوي او ١٧ نور ټپيان دي.

د سيمه ييزو پوليسو يو قومندان، بابا چې په خپله هم ټپي شوى او د ايبک ښار ولايتي روغتون ته د درملنې لپاره انتقال شوى، پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه ٩ بجې لسګونو طالبانو د سيمه ييزو پوليسو په درېيو پوستو د دره صوف پايين ولسوالۍ په دايکنډي کلي کې بريد وکړ.

ده زياته کړه، تر بريد وروسته طالبان دايکنډي کلي ته ننوتل او هلته د دواړو خواوو (طالبانو او سيمه ييزو پوليسو) ترمنځ د شپې تر ٣:٣٠ بجو پورې نښته روانه وه چې په پايله کې يې يوه مېرمن او شپږ سيمه ييز پوليس ووژل شول او ١٧ نور ژوبل شول.

د دره صوف پايين ولسوال عبداليقين احمدي ياده موضوع تاييد کړه او پژواک ته يې وويل چې په دې نښتو کې څلور طالبان هم وژل شوي دي.

پنځه ورځې مخکې هم طالبانو په زيرکي کلي کې چې د دايکنډي کلي ترڅنګ موقعيت لري، پر امنيتي پوستو بريد وکړ چې ١٦ سيمه ييز پوليس په کې ووژل شول او ٦ نور ټپيان شول.

د دره صوف پايين ولسوال وايي چې په تېره يوه اونۍ پر امنيتي پوستو د طالبانو څو بريدونه شوي او د ولايت له مقام څخه يې غوښتي چې د طالبانو د له منځه وړلو لپاره عمليات وکړي؛ که دغه عمليات ترسره نه شي، دغه ولسوالۍ ښايي د طالبانو لاس ته ورشي.

اوسمهال د دې ولسوالۍ له کابو ٧٠ کليو څخه پر لسو کليو طالبان واکمن دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.