فراه (پژواک، ۲۴ وږی ۹۷): د فراه ولایت په خاک سفېد ولسوالۍ کې د ملي اردو د یوې چورلکې لوېدو له امله د دوو پیلوټانو په ګډون پنځه کسان وژل شوي.
د فراه ولایتي شورا غړي دادالله قانع د دغه خبر تر څنګ پژواک خبري اژانس ته وویل، یادې چورلکې تېره شپه ۹ بجې له ۲۰۷ ظفر قول اردو څخه هرات الوتنه درلوده چې د خاک سفېد ولسوالۍ په رنج کلي کې د تخنیکي ستونزې له امله لوېدلې ده.
خو طالبانو ویلي چې دغه چورلکه دوی په راکټ ویشتلې ده.
له پرله پسې اړیکو وروسته ونه توانېدو چې په دې اړه په فراه کې د ملي اردو د مېشتې دویمې لوا نظر واخلو.
خاک سفېد د فراه ولایت یوه نا امنه ولسوالي ده چې دولت پرې حاکمیت نه لري.
login or register a new account.