لښکرګاه (پژواک ٢٤ وږى ٩٧): د هلمند چارواکي وايي چې د دې ولايت په مرکز لښکرګاه کې د ماين چاودنې له امله يو تن وژل شوى او بل ټپي دى.
د والي وياند عمر ځواک، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه د ولايت مقام لومړۍ قراول ته نږدې د بست روغتون مخې ته نن ماښام شوى شوې ده.
ده زياته کړه، پېښه د پوليسو د کرولا ډوله موټر پسې د چسپکي ماين د چاودنې له امله شوې چې د لومړنيو معلوماتو په اساس، يو تن په کې وژل شوى او يو بل ټپي دى.
يوه بله سرچينه بيا وايي چې په دې پېښه کې درې پوليس ژوبل شوي دي.
د لښکرګاه د ايمرجنسي روغتون کارکوونکي وايي چې يو جسد او يو ټپي له پېښې څخه ور وړل شوي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP