Language

“پکتیکا کې طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې”

ښرنه (پژواک، ٢٤ وږى ٩٧): د پکتيکا امنيتي مسوولين وايي چې د دغه ولایت په اورګون ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه کې ٢٥ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

پکتيکا کې د ٢٠٣ تندر قول اردو پلې لوا د عامه اړيکو مسوول جهانزيب د وږي په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د اورګون ولسوالۍ د پيرکوټي، فقيرانو او شيخانو کليو پر پوستو ډله ييز بريدونه وکړل.

ده وويل چې د امنيتي ځواکونو په ځوابي ډزو کې ٢٥ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې د شپږو جسدونه يې په سيمه کې پاتې دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په دغو بريدونو کې دوه پوليس هم ټپيان شوي دي.

دغه راز د پيرکوټي سيمې اوسېدونکي سيد اکبر هم پژواک ته وويل چې تېره شپه يې په سيمه کې سخته جګړه شوې ده.

هغه وايي: ((ډزې ډېرې وې، خو زه يې د مرګ ژوبله په اړه معلومات نه لرم.))

بل لور ته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، اورګون د پکتيکا د نا امنو ولسواليو له ډلې ده چې ډېرى وخت په کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړې کېږي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.