Language

غزني او لوګر کې د ملي اردو د یوه قوماندان تر څنګ ۱۲ طالبان وژل شوي

پل علم- غزني ښار (پژواک، ٢٥ وږى ٩٧): په لوګر او غزني ولايتونو کې د افغان امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړو کې ١٢ طالبان او يو د ملي اردو قوماندان وژل شوي دي.

د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاپور احمدزي د وږي په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو تېره شپه د خوښۍ ولسوالۍ د ملي اردو د کنډک پر قوماندان تورن زمري باندې وسله وال بريد کړى دى.

هغه وايي: ((تورن زمرى پوستې ته پر لار و چې طالبانو پرې بريد کړى چې په دغه بريد کې تورن زمرى وژل شوى او دوه ساتونکي يې ټپيان شوي دي.))

د سيمې يوه اوسېدونکي شاهد ګل اغا پژواک ته وويل چې په دې پېښه کې دوه کسان وژل شوي او دوه نور تپيان دي.

بل لور ته طالبانو د دغه بريد مسووليت پر غاړه اخيستى دى.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، په غزني کې د امنيتي ځواکونو له لوري ١٢ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د غزني د امنيې قوماندانۍ وياند احمد خان سيرت پژواک ته وويل چې تېره شپه په ګيرو ولسوالۍ کې امنيتي ځواکونو هوايي او ځمکني عمليات کړي دي.

هغه وايي چې په دغو عملياتو کې ١٢ وسله وال طالبان وژل شوي او ١٥ نور ټپيان شوي دي.

سيرت وايي چې د درېيو طالبانو جسدونه په سيمه کې پاتې دي او دوه ميله کلاشينکوفونه يې هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

خو بل لور ته طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې د ګيرو په ولسوالۍ کې طالبانو د حکومتي ځواکونو پر پوستو بريدونه کړي دي.

هغه وايي چې په دغو بريدونو کې ګڼو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې او يواځې دوه طالبان وژل شوي دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.